ناديه نديم د ۲۰۱۷م کال د ښځو فوټبال په اروپايي سياليو کي د ډنمارک په ټيم کې د يوې مهمې غړې په توګه انتخاب شوې ده. هغه په دغه تورنمنت کې چې په هالند کې روان دی د خپلو استعدادونو د ښکاره کولو له پاره بشپړ تیاری لری. ۲۹ کلنه ناديه په ۲۰۰۰م کال کې له خپلې مور او څلورو وروڼو سره له افغانستانه ووته او وتوانیده چې ځان اروپا ته ورسوي. د ناديې کورنۍ وروسته له هغې د اروپا پر لور د سفر بستره وتړله چې وسله والو طالبانو ېې پلار ور وواژه.
ناديې د ډنمارک په «هيلسم تريننګ» کمپ کې د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «زموږ له پاره له افغانستانه د وتلو پرته بله هيڅ لاره نه وه پاته، ځکه هلته اوسيدل زموږ له پاره له خطره ډک ول». هغې زياته کړه چې هغه او کورنۍ يې په دې وتوانيدله چې د انساني قاچاقبرانو په مرسته ډنمارک ته ځان ورسوي. د ناديې په وينا چې هغې فوټبال په لمړي ځل په ډنمارک کې پیل کړ.
ناديه وايي هغه وخت چې په ډنمارک کې د مهاجرو په يوه کمپ کې اوسيده، د بوختيا او ساعتيرۍ له پاره يې څه نه لرله، خو د دې له پاره چې خپګان يې له زړه ليري کړي وي د فوټبال لوبې يې پيل کړې. هغې وويل: «زه بيکاره وم، د مهاجرو د کمپ په خوا کې يو غټ ورزشي لوبغالی وو، هلته ما د فوټبال لوبې پیل کړې».
ناديه په دې وتوانيده چې ډير ژر په دغه ورزش کې خپل نوم وباسي. هغې د ډنمارک په مختلفو کلبونو کې لوبيدلې او بلاخره د خپلو هیلو د پوره کيدو په موخه د نيو جرسي «سکای بليو» نومي کلب ته مخه کړه. هغې په ۲۰۱۴م کال کې د دغه کلب غړيتوب ترلاسه کړ.
نادېې په ۲۰۰۹م کال کې د ډنمارک د ښځو فوټبال ملي ټيم غړې شوه. هغه په ټیم کې د حمله کوونکې يا ګول وهونکې په توګه لوبيږي. دغه افغان مهاجره د ډنمارک په استازيتوب، د فوټبال په ۲۲ سيالو کې ګډون کړی او په دې موده کې يې ۹ ګولونه لگولي دي، له دغو ګولونو څخه ۸ يې په روان ۲۰۱۷م کال کې وهلي دي. ناديه نديم زياتوي چې له فوټبال سره ډیره زياته مينه لري او اوس په ميدان کې خپل ځان ډير ښه احساسوي.
ناديه چې اوس مهال د طب په څانګه کې په زده کړو بوخته ده وايي چې په امريکا او ډنمارک کې اوسیدلې خو لا هم له خپل پلرني هيواد افغانستان سره يې مينه او ياد په زړه کې تازه دی. هغې هیله وښوده چې د افغانستان حالات ژر تر ژره ښه شي، ترڅو کړای شي په هيواد کې هم د ښځو فوټبال د ودې په برخه کې کار وکړي.
زموږ له ارشيف څخه:
انځورونه: د ښځو د فوټبال تاريخ
د ښځو فوټبال چي اوس په نړۍ کي ډېر محبوبيت لري، په خپل ۱۲۰ کلن تاريخ کي ئې ډېري سړې و تودې ليدلي دي. په دې انځوريز راپور کي د ښځو د فوټبال تاريخ وړاندي کيږي.
انځور: Knut Wiarda/Fotolia.comد ښځو لومړۍ فوټبال لوبډله په ۱۸۹۴م کال په انگليستان کي جوړه سوه. د دغه کلب نوم « British Ladies Football Club» وو. تر دې يو کال وروسته بيا څو نور کلبونه هم فعال سول چي ډېر خلک ئې د لوبو و نندارې ته ورتلل.
انځور: picture-alliance/United Archives/TopFotoد شلمي مېلادي لسيږي په لومړيو کي په انگليستان کي د ښځو فوټبال نزدې ۱۵۰ کلبونه فعال ول. د دوی تر ټولو بريالۍ لوبډله د Dick Kerr Ladies F.C. وه چي ټولي لوبغاړي ئې د ماشين جوړولو د مشهوري کمپنۍ Dick Kerr کارگراني وې. (په انځور کي کيڼ)
انځور: picture-alliance/Mary Evans Picture Libraryتر لومړي نړيوال جنگ وروسته چي ډېر نارينه بيرته له جنگه راوگرځېدل د ښځو فوټبال ورځ په ورځ لږېدی. وروسته داسي پېښه سوه چي په ۱۹۲۱م کال کي د انگليستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال له کلبونو څخه وغوښتل چي د فوټبال په برخه کي د ښځو د فعاليتونو ملاتړ نه وکړي. په انځور کي د انگليستان د دوو لېسو د زده کوونکو ترمنځ سيالي.
انځور: picture-alliance/dpaد ښځو له فوټبال سره مخالفتونه کرار کرار د دې سبب سول چي ښځي د فوټبال له صحنې څخه ليري سي. تر دوهمي نړيوالي جگړې وروسته په آلمان کي ښځو په هره برخه کي د خپلو حقوقو غوښتونکي سوې. په ۱۹۵۵م کال کي د آلمان د فوټبال فدراسيون د کلبونو هغه امر چي د خپلو فعاليتونو يوه برخه دي ښځو ته ځانگړې سي منع اعلان کړ.
انځور: picture-alliance/dpaپه ۱۹۷۰م کال کي د آلمان د فوټبال فدراسیون د ښځو فوټبال په رسميت وپيژاند. په دغې پريکړه کي د اروپا د نورو هيوادونو رول ډېر مهم وو، ځکه هلته د ښځو فوټبال آزاد وو.
انځور: picture-alliance/dpaپه ۱۹۷۰م کال کي د آلمان د ښځو فوټبال لوبډلي (سپين کالي) او دنمارک فوټبال لوبډلي تر منځ سيالي.
انځور: picture-alliance/dpaپه ۱۹۸۲م کال کي د آلمان د ښځو فوټبال ملي لوبډله بيا وټاکل سوه.
انځور: picture-alliance/dpaپه ۱۹۸۹م کال کي په اول وار د ښځو فوټبال اروپايي سيالۍ پيل سوې او آلمان پکښې اتل سو. په دغه وخت کي دوی ته کوم جام ورنه کړل سو، بلکي د قهوې څښلو يو سيټ ورکړل سو.
انځور: picture alliance/dpaپه ۱۹۹۱م کال کي د ښځو فوټبال لومړۍ نړيوالي سيالۍ د چين په کوربه توب جوړي سوې. په دغو سياليو کي د آلمان په گډون ۱۲ لوبډلو برخه واخيسته. په دغه وخت کي د ښځو فوټبال د لوبي وخت هره نيمايي ۴۰ دقيقې وې نه ۴۵.
انځور: picture-alliance/AFPپه دغو سياليو کي ښځي ريفرياني وې.
انځور: picture-alliance/dpaد ښځو فوټبال لومړی اتل امريکا متحد ايالات سول. (سپين کالي).
انځور: picture-alliance/AFP/T, Chengد آلمان د ښځو فوټبال لوبډله چي په لومړي نړيوال جام کي سمه نه وځلېده. وروسته داسي يوه لوبډله سوه چي په اروپا او نړۍ کي ئې سارۍ نه لاره. د آلمان د ښځو فوټبال لوبډله تر اوسه پوري ۸ واري د ارويا اتله سوې ده.
انځور: picture-alliance/dpaد آلمان د فوټبال ښځينه لوبډله دوه واري په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷م کال کي د نړۍ اتله هم سوه.
انځور: picture-alliance/dpaپه ۲۰۱۱م کال کي په آلمان کي د ښځو فوټبال نړيوالي لوبي.
انځور: dapdپه انځور کي د فرانسې او آلمان لوبډلو لوبغاړي.
انځور: APدا د برازيل لوبغاړې مارته ده چي څو واري د نړۍ تر ټولو غوره فوټبالره نومول سوې ده.
انځور: picture-alliance/Pressefoto Ulmerپه ۲۰۱۱م کال کي د نړۍ اتله د جاپان ملي لوبډله سوه.
انځور: APد آلمان د ملي لوبډلي کپيتانه او گولکيپره د نړۍ او اروپا غوره لوبغاړې هم ټاکل سوې ده.
انځور: picture-alliance/dpaد ښځو فوټبال اوومه نړيواله سيالي د روان کال د جون مياشتي له ۶ څخه د جولای مياشتي تر ۵ نېټې پوري په کاناډا کي ترسره کيږي.
انځور: FIFA