1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د لوړو زده کړو دمخنیوي له لاسه جبري واده کولو ته مجبوریږم.»

۱۴۰۲ آبان ۱۴, یکشنبه

تردوه کاله ډېر وخت کېږي، چي په افغانستان کي د ښځو او نجونو پرمخ پوهنتونه تړل سوي دي، دې چاري د ښځو او نجونو په وړاندي زیاتي ستونزي جوړي کړي دي.

Afghanische Studentinnen / Online Unterricht
انځور: SAYED HASSIB/REUTERS

تردوه کاله ډېر وخت کېږي، چي په افغانستان کي د ښځو او نجونو پرمخ پوهنتونه تړل سوي دي، دې چاري د ښځو او نجونو په وړاندي زیاتي ستونزي جوړي کړي دي. اوسمهال یوه تر ټولو لویه ستونزه، چي نجوني ورسره لاس او ګرېوان دي هغه د په زور واده کولو مشکل دی.

د لوړو زده کړو نیمه خوا هیلي 

زهرا (مستعارنوم) ۱۹ کلنه او د غزني ښار په یوه ناحیه کي اوسي، دا له دوولسم ټولګي څخه په لوړه نومره فارغه سوې او یو کال يې د کانکور له پاره د چمتووالي کورسونه هم تعقیب کړي دي، دا وايي:« په بېلا بیلو پلمو مي له کورنۍ څخه اجازه اخیسته او د کانکور د چمتووالي په ټولګي کي مي درس زده کوی.»

دې د ښوونځي دوره هم په ډېرو ستونزو سرته رسولې ده، ځکه کورنۍ يې غوښته، چي دا واده کړي، خو دې پرخپلو زده کړو ټینګارکاوه او کورنۍ يې قانع کړې وه، چي پوهنتون ته ولاړه سي.

انځور: Ali Khara/REUTERS

هغه وخت، چي دې کانکور ته د چمتووالي دوره بشپړه کړه، په افغانستان کي نظام سقوط او طالبان یوار بیا پر افغانستان واکمن سول. د طالبانو په راتګ سره پر لویو نجونو د ښوونځي او پوهنځي دروازې وتړل سوې او ښځو ته په دفترونو کي د کار اجازه نه سته.

د زهرا د ناهیلو پيل

د نجونو پرمخ دپوهنتوند تړل کېدولو خبر د زهرا پر ډنګر بدن د یخو اوبو پاشلو په معنی ده او د دې ټولي هیلي او ستړیاوي يې په اوبو لاهو کړې.

دا وايي:« کله، چي مي دا خبر واورېدی، نه پوهیږم، سم مي په یاد نه دي څو ثانيې او دقیقې مي سر پرله څرخېدی اودا سي مي ګڼله، چي پر سترګو مي تیاره ده، ځان مي کمزوری احساس کړ او ځای پرځای کښېنستمه، یو ګړی وروسته، چي پر هوښ سوم، بیامي هم باور نه کیدی اوداسي مي انګېرله، چی ما دا خبر سم نه دی اورېدلی. بس له هغې ورځي څخه زما د ژوند توري ورځي شروع سوي دي.»

انځور: privat

ښځینه قاضۍ

که چیري د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې نه وای تړلې، نو زهرا غوښته، چي د حقوق په څانګه کي لوړي زده کړي وکړي او یوه ورځ باوري وکیله او قاضۍ سي، ترڅو په ټولنه کي د بې عدالتیو او نابرابریو په وړاندي داسي ودریږي، چي د خلکو حق و حقدار ته ورسوي.

زهرا له حقوق او وکالت سره د خپلي لېونۍ میني په اړه داسي وايي:« د ښوونځي او کانکور ته دچمتووالي په دوره کي مي هره شپه خوب لیدی، چي د کانکور په ازموینه کي کابل پوهنتون حقوق پوهنځي ته بریالۍ سوې یمه، ډېره خوشحاله ومه. اوس مي هم دا هیله په زړه کي په غورځنګ ده،چي د قاضۍ ځانګړي کالي واغوندمه.»

کورنی تاوتریخوالی

زهرا زیاتوي: « زما په ژوند کي تیاره هغه وخت شروع سوه، چي د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنځي وتړل سول، کورنۍ مي پرېکړه وکړه، چي زه باید واده وکړم، زما د کورنۍ یواځنی دلیل دادی، چي اوس د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلي دي، په دفترونو کي ښځي کار نه سي کولای، نو ځکه ما اړ باسي، چي واده وکړمه، ماته دیوداسي چا له پاره مرکه راغلې ده، چي هغه ۳۵کلن دی او زه دیاد کس په پرتله لکه د هغه کوچنۍ لور. څو واري مي دغه مرکه نه ده منلې، خو هر واري د مرکې د نه منلو په ځواب کي د ورور له خوا وهلې او ټکول سوې یمه

انځور: Wakil Kohsar/AFP

زه دا وهل او ټکول یوازي په دې هیله پرځان منم، چي ښايي د پوهنتون دروازې د نجونو پرمخ پرانیستلي سي، له نجونو د کانکور ازموینه واخیستله سي او پوهنتون ته شاملي سي.»

د زهرا په خبره، داسي يې نفستنګ دی، چي څو واري يې د ځان وژني هڅه کړې او روغتون ته وړله سوې ده.

دا د خپل اروايي حالت په اړه داسي وايي:« څو واري د ځان وژني هڅي او ټولو فشارونو په سخته خواشینۍ اخته کړې یمه، ټول عمر مي پر سر درد وي او په دې وروستیو کي مي هیره هم ملګرې سوې ده.»

د هیواد په شاتګ

دا یوازی زهرا نه ده، بلکي په افغانستان کي په سلهاوونجوني او ښځي له د طالبانو له واکمنۍ وروسته له دغسي ستونزو سره مخامخ او دا حالت ددې سبب سوی دی، چي د ښځو او نجونو وضعیت نورهم کړکېچن سي.

د کابل پوهنتون د حقوق پوهنځي مخکنۍ استاده اود اوو کتابونو لیکواله شهلا فرید په دې اړه داسي وايي:« د ډېر وخت له پاره د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو تړلې دروازې نه یوازي د ښځو له پاره بلکي د افغان ټولني د اقتصادي، ښوونیزي، علمي او نورو برخو کي افغانستان ۵۰ کاله شاته پاته کوي، ځکه په وروستیو ۲۰ کلنو کي د افغانستان ډېری ښځو د لوړو زده کړو، کار او بیارغووني په څانګو کي مثبت رول لوبولی او له ټولني څخه د ښځو یومخ ایسته کول په اصل کي د افغانستان د پرمختګ په لار کي د خنډونو جوړولو معنی لري.

په دې وروستیو کي له افغاني ټولني څخه د ښځو حذفول داسي دي لکه سل کاله چي افغانستان شاته تللی وي.»

انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د کوچنیو نجونو اجباري ودونه

د پوهنتون دغه مخکنۍ استاده زیاتوي:« موږ د ډېرو نجونو د خرڅلاوو شاهدان یوو، چي کورنیو يې د خپلي نفقې د پیداکولو له پاره د کورنۍ تر ټولو کوچنۍ نجلې پلورلې یايې هم په زور واده ته اړایستلې ده.»

د طالبانو په حکومت کي د ښځو د حقونو د محدودیت ډېر فرمانونه صادر سوي دي، داسي هیڅ ځای نه سته، چي هلته له تاوتریخوالی سره مخامخ ښځي او نجوني مراجعه ورته وکړي او خپلي ستونزي ورسره شریکي کړي.

انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

طالبان څه شي ته ژمن دي؟

په دې اړه شهلا فرید وايي:« له بده مرغه طالبان هیڅ ډول نړيوال قوانین او کنوانسینونه نه مني، هغه اساسي قانون، چي د قرانکریم په رڼا کي د جمهوریت په وروستیو لسو کالو کي جوړ سوی او هلته د ښځو د رول په اړه ډېر څه په روښانه ډول بیان سوي ول، هغه يې هم باطل اعلان کړ او طالباني قوانین، چي له خپلي انګیرني څخه يې دیني ګڼي پر افغانانو عملي کوي.

په دغسي یو نظام کي ښځي نه سي کولای، چي خپلي ستونزي د یوې قانوني سرچینې له لاري حل کړي.

زه دا نه وایمه، چي مخکي په زور ودونه نه ول، خو د ښځو له پاره قانوني لاري چاري هم وې، چي ښځي په نسبي هوښیاري په دې پوهېدلې، چي کورنۍ د کم عمره نجونو اود اجباري ودونو په مخنیوي کي مهم رول لري، مګر اوس دغه خبره یومخ سرچپه ده.»

انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

تش په نامه د امن کور

 د پوهنتون دغه مخکنۍ استاده وايي، اوس یوازي د محبوبه سراج په مشرۍ د ښځو د امن یو کور سته،خو د تاوتریخوالی قرباني ښځي هلته مراجعه نه سي کولای او که چیري مراجعه هم وکړي، نور داسي قانوني بنسټونه نه سته، چي د دوی له حق څخه دي ملاتړ وکړي.

انځور: Ali Khara/REUTERS

شهلا فرید ددې پوښتني په ځواب کي، چي په دې اړه څه کول په کار دي؟ وايي، باید په نړيواله او کورنۍ کچه پر طالبانو زور راوړل سي، چي د ښځو پر وړاندي خپل سیاست بدل کړي.

څه باید وسي؟

دا وايي: « د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید دا ومني، چي په افغانستان کي د ښځو په وړاندي جنسیتي اپارتاید روان او جنسیتي تبعیض خپل وروستي پړا وته رسېدلی دی او د انساني ټولني یوه لویه کتله د ټولني له ټولو فعالیتونو څخه حذف سوي دي، د لوړو زده کړو حق، د ازادي هوا د تنفس حق،د کار حق او... له دوی څخه اخیستل سوی دي او که چیري دغه لړۍ همداسي روانه وي، تر راتلونکو پنځو کالوپوري به موږ ښځینه ډاکټراني، اروا پوهاني او ښځینهښوونکي ونه لرو او ټوله ټولنه به مو په یوه نارینه يي ټولنه بدله او کیدای سي، چي ښځي بیاهم د دوی له خدمتونو څخه بې برخی وي.»

انځور: Wahil Kohsar/Getty Images

وروستۍ غوښتنه

په همدې ډول د هري ورځي په تېرېدو سره د پوهنتونو د پرانیستل کیدو هغه هیله، چي زهرا ېې لري کمرنګه کیږي، دا په نیولي ږغ اوله اوښکو په ډکو سترګو وايي:«که پوهنتونه پرانیستل نه سول،اړه یم، چي واده وکړمه اود کورنۍ غوښتنو ته تسلیمه سمه.»

زموږ له ارشیف څخه:

آیا پر طالبانو تازه بندیزونه به دغه ډله اصلاحاتو ته اړ کړي؟

28:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل