افغان مهاجرو ولي په جرمني کي شمعې بل کړې؟
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.12.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.12.2016):
د افغانستان پخوانۍ ښځينه پلوټه ننۍ سوالګره ده
د افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو يوه انجينيره چي وايي په روسيه او هند کي يې زدکړي کړي، نن سوالګره ده.
انځور: DW/M.I. Specalai د افغانستان د پوځ پخوانۍ پلوټه جګړنه مېرمن شرميلا اوس په کندهار کي ژوند کوي.
انځور: DW/M.I. Specalaiشرميلا وايي چي زيات شمېر الوتنې يې کړي دي.
انځور: DW/M.I. Specalaiدغه پخوانۍ افغانه پلوټه د افغانستان له حکومت او پوځ څخه ګيله لري.
مېرمن شرميلا د خپل معلول مېړه او پخواني ډګروال سره د غربت شپې او ورځي تېروي.
انځور: DW/M.I. Specalaiمېرمن شرميلا وايي چي په هند او روسيه کي يې د الوتکو د تخنيک انجينري لوستې ده.
انځور: DW/M.I. Specalaiدغه مېرمنه اوس د کندهار په ښار کي سوالګره ده. هغه وايي مېړه يې په پاکستان کي د شل کلني بند وروسته د طالبانو له خوا ژوبل سوی او پر ځای پروت دی.
انځور: DW/M.I. Specalaiدغه مېرمنه له افغان حکومت څخه مرسته غواړي. هغه وايي پخپله يې د افغانستان د پوځ په الوتکو کي پروازونه کړي خو نن د ماښام ډوډۍ نه لري.
د وژل سوي آلمانۍ له کورنۍ سره د افغان مهاجرو غمشريکي
د جرمني په فرايبورگ ښار کي د يوې وژل سوي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره افغان مهاجرو خپله خواخوږي څرگنده کړه. د دغي آلمانۍ د وژلو په تور يو ۱۷ کلن افغان مهاجر نيول سوی دئ.
انځور: DW/M. Saifullahد جرمني په فرايبورگ ښار کي په لسونو افغانان د هغي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره د غمشريکۍ په موخه راټول سوي ول، چي د روان کال په اکتوبر مياشت کي وژل سوې ده. د دغي نجلۍ د قتل په تور يو افغان مهاجر نيول سوی دئ.
انځور: DW/M. Saifullahد دغي آلمانۍ نجلۍ مړی تر ورکېدو درې ورځي وروسته په يوه ځنگل کي موندل سوی وو. د پنجشنبې په ورځ د فرايبورگ ښار په مرکز کي افغانانو د ماريا له کورنۍ سره د غمشريکۍ او خواخوږۍ په ښوولو سره شمعې بلې کړې.
انځور: DW/M. Saifullahد افغانانو له خوا جوړو سوو دغو مراسمو کي کډون کوونکي د ماريا په مرگ سخت خوابدي ول.
انځور: DW/M. Saifullahپر افغانانو سربيره آلمانان هم د غمشريکۍ دغو مراسمو ته راغلي ول.
انځور: DW/M. Saifullahپه فرايبورگ کي د ماريا له کورنۍ سره غمشريکي.
انځور: DW/M. Saifullahځينو افغانانو د ماريا په ياد د گلانو گېډۍ له ځان سره راوړي وې. په انځور کي د گلانو په پلرونځی کي يو افغان مهاجر.
انځور: DW/M. Saifullahد يوې وژل سوي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره د غمشريکۍ مراسم.
انځور: DW/M. Saifullahدوی د ماريا نوم له بلو شمعو جوړ کړی وو او گلان ئې ورته ايښوول.
انځور: DW/M. Saifullahدغه مراسم د پنجشنبې په ورځ د افغانانو له خوا د جرمني په فرایبورگ ښار کي جوړ سوي ول.
انځور: DW/M. Saifullah