1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانو ښځو ته د قابله ګۍ زده کړو په اړه د ایران او م.م. تړون

۱۴۰۲ شهریور ۸, چهارشنبه

ملګري ملتونه په ایران کې مېشتو افغان میرمنو او نجونو ته د قابله ګۍ او نرسینګ په برخه کې د دغه هېواد له حکومت سره د یوه تړون د لاسلیک کولو خبر ورکوي.

Afghanistan Junge Frauen werden als Hebammen für abgelegene Dörfer ausgebildet
انځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونو ویاند سټفان دوجاریک د سې شنبې په ورځ په خپلې ورځنۍ خبرې ناسته کې وویل چې د ملګرو ملتونو د جمعیت وجهې صندوق او د ایران روغتیایي اداره، د افغان مېرمنو او نجونو له پاره د قابله ګۍ او نرسینګ د مسلکيد زده کړو تړون کړی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند په ایران کې د یاد سازمان د هماهنګ کوونکي سټفان پریسنر له قوله ویلي چې دا د هغو ښځو او نجونو د ظرفیت لوړونې له پاره یو مهم ګام دی چې د خپل هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي. قابله ګۍ او نرسینګ له هغو محدودو دندو څخه دي چې افغان مېرمنې او نجونې لا هم د زده کړې او کار کولو اجازه لري. طالبانو افغان نجونې او ښځې له ثانوي زده کړو، لوړو زده کړو او په ډېرو برخو کې له کار کولو منع کړي دي.

دا پروګرام د ملګرو ملتونو د جمعیت وجهي صندوق، د روغتیا نړیوال سازمان او د ګډوال نړیوال سازمان له خوا په ګډه د افغان کډوالو د اړتیاوو د حل په برخه کې د ایراني چارواکو د هڅو د ملاتړ په موخه ترسره کیږي. دوچاریک وویل د ملګرو ملتونو د جمعیت وجهې صندوق په زیان منونکو حالاتو کې خلکو ته د اومیندوارۍ په وخت کې او د اچ آی وي د مخنیوي خدماتو د چمتو کولو ملاتړ کوي.

که څه هم ایران له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی، خو په وروستیو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو او همدارنګه د اقتصادي کړکېچ له امله په دې وروستیو کې زیات شمېر افغانان دغه هېواد ته کډوال شوي دي. په ورته وخت کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري.

af/pa (un.org)

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل