1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ادبياتافغانستان

افغانې لیکوالې ته د آلمان د پن سکالر شیپ ورکړل سوی

گل غوټۍ پوپل | یي ډي پي
۱۴۰۴ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

یوه افغانه لیکواله چې په افغانستان کې د خپلو مقالو له خپرولو منع سوې وه، کولای سي اوس په آلمان کې کار وکړي. هغې په دارم شتت ښار کې سکالر شیپ یا تحصیلي بورسیه په لاس راوړې ده.

د یوې افغانې لیکوالې انځور چې پر دیوال باندې یو شعر لیکي
یوه افغانه لیکواله چې په افغانستان کې د خپلو مقالو له خپرولو منع سوې ، په دارم شتت کې یې تحصیلي بورسیه په لاس راوړې ده.انځور: Lea Ahlers + Marc Löricke/DW

په آلمان کې د پن (PEN) مرکز او د دارم شتت ښار، ۲۲ کلنې افغانې لیکوالې، مریم کشاورز ته تحصیلي بورسيه منلې ده. د پن يا د شاعرانو، شنونکو او ناول ليکوونکو د جلاوطنو لیکوالانو د مرکز استازې، استرید ویهستید د سه شنبې په ورځ په دارم شتت کې د اي پي ډي خبري آژانس ته وویل،  نوموړې لیکوالې چې واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې لا خپلې مقالې یوازې له مخکیني سانسور سره خپرولې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نور نه سو کولای کار وکړي.

د نوموړې په وینا د الیزابت وولفهایم د سکالر شیپ او هغې ته د آلمانۍ ویزې ورکول، آلمان ته د هغې داخلیدل ممکن کړل. پن آلمان، په کلتوري او رسنیزو چارو کې د آلمان د حکومت د کمیشنرۍ په ملاتړ، په مجموعي توگه ۱۵ تحصیلي بورسونه په جلاوطنۍ کې له ځورونې او تعقیب سره مخامخو ښځینه او نارینه لیکوالانو ته وړاندې کوي.

عابده سپوږمۍ: لیکل زما ځواک دی

05:28

This browser does not support the video element.

د بورسیې ترلاسه کوونکې آپارتمان او عاید ترلاسه کوي

د ویهستد په وینا، د دارم شتت په تحصیلي بورسیه یا سکالرشپ کې یو اپارتمان، میاشتنی عاید، او لارښوونه شاملیږي. هغه د یوه کال له پاره دوام کوي خو تمدید کیدای سي. ویهستد څرگنده کړه چې پن به د نوموړې لیکوالې له پاره غونډې او ژباړې تنظیم کړي. میرمن کشاورز په افغانستان کې د خلکو د ژوند د سختو شرایطو یوه ادبي کیسه لیکونکې ده. هغې له ځان سره ناچاپ سوي خطي نسخې راوړي دي.

 په افغانستان کې ښځې د زده کړو له سیستم او کار څخه منع کړای سوي دي. د الیزابت وولفهایم سکالر شیپ د هغې لیکوالې په نوم نومول سوی دی چې  په ۲۰۰۲ م کال کې په دارم شتت کې په همدغه نوم  مړه سوې ده او هغه څوک چې د پن له لارې یې تر سیاسي تعقیب لاندې لیکوالانو له پاره کمپاین کاوه.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب