افغانې مېرمني: د ډالیو راکړه مو دردونه نه دوا کوي
۱۳۹۸ اسفند ۱۸, یکشنبه![Afghanistan Konflikt l Krieg](https://static.dw.com/image/52476451_800.webp)
افغان میرمنې وايي، د مارچ پر اتمه ښځو ته د ډالیو ورکول د هغوی دردونه نه دوا کوي او د مارچ اتمه یا د ښځو نړېوالې ورځې سمبولیکه لمانځنه د قناعت وړ نه بولي. د هغوی پروینا افغان میرمنې اوس هم د کورني تاوتریخوالي، جګړې، نالوستي او بې وزلۍ قرباني دي. د افغانستان ښځو چارو وزارت په دې اړه څه وايي؟
د ښځو حقونو یوې فعالې مریم معروف اروین نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ اتمه) دویچه ویله ته وویل، ښځې د کال په نورو ورځو کې له هرچا هیرې وي.
د اغلې آروین پر وینا د مارچ اتمه او سمبولیکې ډالۍ یې د ژوندانه ستونزې نه شې هوارولی. میرمن آروین وايي: «له بده مرغه مونږ د مارچ اتمې یا د ښځو نړېوالې ورځې سره بنسټیز چلند نه کوو، یعنې مونږ ټول کال خاموش وو، ویده وو او بالاخره د مارچ پر اتمه د یوې ګیډۍ ګلونو په ورکولو بسنه کوو خو حکومت په ځانګړي توګه د ښځو چارو وزارت باید ټول کال د ښځو حقونو لپاره کار وکړي او د مارچ پر اتمه د یوې ځانګړې ورځې په توګه په دې لاره کې پر لاسته راوړنو بحث وشي.»
د ښځو حقونو دا فعاله زیاتوي چې ښځې اوس هم د ناوړه ټولنیزو دودنو قرباني دي او ډيری بنسټونو کې ان د ښځو حقونه په رسمیت نه پيژندل کیږي.
ښځو چارو وزارت په دې برخه کې څه کړي؟
د افغانستان د ښځو چارو وزارت سره له دې چې د ښځو پر ستونزو سترګې نه پټوي خو دا نه مني چې دا وزارت دې په اړه بنسټیز کار نه وي کړی.
د دغه وزار ویاندې رویا دادرس دوچه ویله ته وویل: «په داسې حال کې چې د افغانستان نیم نفوس ښځې دي، خو د هغوی لپاره یواځې یو وزارت کار کوي خوبیا یې هم د پام وړ کارونه کړي، د وزارت د عدالت غوښتنې پایله ده چې د مشرتابه په کچه د ښځو ونډه له لس سلنه ډيره ده، په ملکي خدمتونو کې د ښځو ونډه تر ۲۷ سلنه لوړه ده او رسنیو کې هم تر ۱۷ سلنه ډیر ښځې فعال حضور لري.»
د آغلې دادرس پروینا د هېواد په کچه په لویو پریکړو کې هم ښځو ته ونډه ورکول کیږي.
د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه
خو د افغانستان د سولې بهیر په روان هلو ځلو کې ډيری افغان میرمنې د ښځو پر ونډه قانع نه دي. د هغوی پر وینا څلورو لسیزو جګړو ترهرچا ډير له ښځو د ژوند خواږه اخېستي، نو ځکه د سولې بهیر کې یې بې برخې کول ناانصافي ده.
مریم معروف وویل، که چېرې د افغانانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیکیږي نو ښځې باید د دغه هېواد د نیم نفوس په توګه په هغه کې فعال رول ولري: «د سولې په مذاکراتو کې باید له ښځو داسې استازې وګمارل شي چې د مذاکراتو په میز د ښځو ریښتیني او بنسټيزه استازولي وکړای شي، د هغوی غږ پورته کړي او د هغوی اندېښنې هلته مطرح کړي.»
آغلې اروین ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې د ښځو پرحقونو معامله په هیڅ صورت د منلو نه ده.
د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی
افغان میرمنې داسې مهال د مارچ اتمه یا د ښځو نړېواله ورځ لمانځي، چې دلته اوس هم هرکال پرښځو د زورزیاتي سلهاوو پيښي ثبتیږي.
د ښځو چارو وزارت ویاندې دویچه ویله ته د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د ثبت شویو وروستیو قضیو شمېرې ورکړې: «د ۱۳۹۸ لمریز کال پرمهال ښځو چارو وزارت کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي ۷۲۸۴ قضیې ثبت شوي، چې په هغو کې ۳۵ یې د وژنې، ۶ د جنسي تیري، ۳ صحرايي محکمې، ۴ قضیې زندۍ کول، ۲ قضیې د طالبانو سره د زندانې کیدو، ۳ ځانوژنې او ۲ ټپې کیدو په څیر د زورزیاتي زړه بوږونکي قضیې هم شته.»
د ښځو حقونو فعالانې د ښځو چارو وزارت یواځې راپور ورکول د حل لار نه بولي. مدنې فعالې زهرا سپهر دویچه ویله ته وویل، چې د ښځو چارو وزارت او بشري حقونو خپلواک کمېسیون وروستي راپورونه ښيي چې پرښځو زورزیاتی ډير شوی: «سره له دې چې د تاوتریخوالي قرباني ښځې اوس عدلي او قضايي ارګانونو ته تر یوه بریده لاسرسۍ لري خو په محاکمو کې فساد او د ځینو څارنوالانو سو استفادي اوس هم شته چې باید دغو ستونزو ته رسیده ګي وشي.»
د مارچ اتمه، په ۱۹۰۸ میلادي کال کې په نیویارک کې د شاوخوا ۱۵ زره ښځو تر لاریون یو کال وروسته د ښځو د نړېوالې ورځې په توګه ونومول شوه. دغو ښځو د رایې او ښه معاش په څير حقونو غوښتنه کوله. خو ملګرو ملتونو په لومړي ځل په ۱۹۷۵ میلادي کال کې دغه ورځ د ښځو د نړېوالې ورځ په توګه په رسمیت ومنله.
اسماعیل شاکر – کابل