1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز دشت ارچي ولسوالۍ بيرته افغان ځواکونو ونيوله

۱۳۹۸ مهر ۲۰, شنبه

افغان چارواکي وايي چې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ بيرته د وسلوالو ځواکونو له خوا نيول شوې ده. په شمال ختيځ کې پروت د ناامنه ولايت کندز دغه ولسوالۍ څه باندې درې اوونۍ مخکې وسلوالو طالبانو نېولې وه.

Afghanistan Selbstmordattentat während andauernder Kämpfe in Kundus
آرشيفانځور: picture-alliance/Xinhua/A. Kakar

د آلمان خبري آژانس په حواله، د کندز دشت ارچي ولسوالۍ چې د تخار ولايت سره په ګډه پوله پرته ده، څه باندې درې اوونۍ مخکې وسلوالو طالبانو نېولې وه. په ولسي جرګه کې د کندز ولايت د خلکو استاځي شاه خان شيرزاد وويل چې افغان کمانډو ځواکونو ياده ولسوالۍ د جمعې په ورځ له غرمې وروسته بيرته نېولې ده.

د افغانستانه د دفاع وزارت يوه وياند هم د دغه خبر پخلی کړی دی. د شيرزاد په وينا د ولسوالۍ په بيرته نيولو کې لږ تر لږه څلور امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.

هغه دا هم وويل چې په دغو عملياتو کې امريکايي ځواکونو د افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

کندز د افغانستان په شمال کې د نسبتا ناامنو ولايتونو څخه شميرل کيږي چې وسلوال طالبان په کې د کلونو راهيسې فعال دي. طالبانو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې د کندز مرکز هم د څو ورځو له پاره نيولی وو.

شاوخوا يوه مياشت مخکې هم وسلوالو طالبانو د کندز د مرکز پر شاوخوا سيمو باندې خپلو حملو ته زور ورکړی وو. هغه مهال امنيتي چارواکو ويلي وو چې طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

dpa /mks/aa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل