1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان او پاکستاني چارواکو د سولې پر نوو هڅو ټینګار کړی

۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبه

د افغانستان او پاکستان لوړو پوځي او استخباراتي چارواکو توافق کړی دی چې په سیمه کې به د بنسټيزي سولي له پاره خپلې هڅې لا پسې زیاتې کړي.

Kombobild Flaggen Afghanistan Pakistan
انځور: Getty Images

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دواړه اړخونه د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د می ۲۷مه) په روالپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مقر کې دغي پریکړې ته رسیدلي دي.

د افغانستان د پلاوي مشري د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر کوي. په دغه پلاوي کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او همداشان په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم ګډون لري.

زاخیلوال هم د خپل ټویټر په رسمې پاڼه د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر باجوه او د افغان پلاوي د ملاقات انځورونه شریک کړي دي.

د پاکستان د پوځ له لوري د دوشنبې په ورځ په یوې خپرې شوي اعلامیه کې راغلي دي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه پلاوي ته وویل چې «موږ باید پیل په دې باور سره وکړو چې نه له یو او بل څخه د یوه انچ خاورې د غوښتلو هیله لرو او هیچا ته به د یو او بل پر وړاندې د خپلې خاورې د استعمالیدو اجازه نه ورکوو.»

پاکستان په وارو وار د افغان حکومت تر دې فشار لاندي راغلی دی چي یاغیانو ته دي د پټنځایونو ورکول ودروي چې په افغانستان کې پرې د بریدونو تور پورې کیږي. خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل