1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت بيا يوه ډله طالب بنديان آزاد کړل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ ۱۰۲ تنه طالب بندیان له بنده آزاد شول. د طالبانو د سیاسي دفتر وياند، سهیل شاهين د افغان حکومت له خوا د طالب بنديانو د خوشې کولو هرکلی کړی دی.

Afghanistan Kabul | Taliban werden aus dem Bagram Gefängnis entlassen
انځور: Reuters/National Security Council of Afg

د افغانستان د ملي امنيت ادارې وياند جاويد فيصل په يوې تازه ويډيو کې د ۱۰۲ تنه طالب بنديانو د آزادولو خبر ورکړ. جاويد فيصل په دغې ويډيو کې وايي: «د جمهور رئيس د فرمان سره سم، پرون ۱۰۲ تنه طالب زندانیان آزاد سول.»

فيصل په خپلو خبرو کې زياتوي چې د طالب بنديانو د آزادولو لړۍ به ادامه ولري، تر څو ۱۵۰۰ طالب بنديان آزاد شي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند، پر طالبانو هم غږ کړی دی: «طالبان بايد له خنډ او ځنډ پرته، د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې برمته کړي يې دي، آزاد کړي.»

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهين پر خپل ټويټر باندې د افغانستان حکومت له خوا د طالب بنديانو د آزادولو هر کلی کړی دی.

سهيل چې دغه پيغام يې په درو ژبو لیکلي دی په یوه برخه کې ېې ويلي دي: «په تیرو درو ورځو کې د کابل ادارې له زندانونو نه زموږ تر ۳۰۰ بندیان را خلاص شول چې موږ یې هرکلی کوو.» سهيل زیاتوی چې طالبان هم د زندانیانو آزادولو ته ادامه ورکوي.«

خو هغه وايي چې د افغان حکومت له خوا د طالب بنديانو د آزادولو موجوده بهير کافي نه دی او باید چې ګړندۍ شي، تر څو«راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو ته ژر لاره هواره شي.»

فيصل هم په خپلو خبرو کې له طالبانو ورته غوښتنه کړې، ترڅو ېې په نتيجه کې مخامخ خبرې پيل شي. فیصل وايي که مخامخ خبرې پيل شي، امکان يې شته چې نور طالب بنديان هم له بنده آزاد شي.

د افغان حکومت له خوا د ۵۰۰۰ طالب بنديانو او د طالبانو له زندانونو څخه د ۱۰۰۰ حکومتي منسوبانو آزادول، د هغي موافقې يوه برخه ده چي د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ سوې ده. د هوکړې مطابق، تمه دا ده چې د بنديانو د تبادلې بهير به بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل