1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان کډوالو کوربه هېوادونو دې د سولې تر راتلو زغم ولري»

۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي چې د سولې بهیر تر بریا پورې دې د افغان کډوالو کوربه هېوادونه زغم ولري ځکه افغانستان لا هم راستنو شویو کډوالو ته د رسېدنې جوګه نه دی.

Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan Personalausweis
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/S. Ahmad

نن د دسمبر ۱۸مه، چې د کډوالۍ له نړېوالې ورځې سره برابره ده، په داسې حال کې رارسیږي چې تر شپږ اعشاریه پنځه میلیونه ډیر افغانان اوس هم له هېواده بهر د کډوالۍ ژوند کوي. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن چهارشنبې (د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۱۸مه) کابل کې په دې اړه يوې غونډې ته وویل چې یوازې د ملي یووالي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې ۵ میلیون کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي.

خو په افغانستان کې لویه ستونزه د راستنېدونکو کډوالو او په کور دننه بې ځایه شویو کورنیو ته د امکاناتو د برابرولو ده. ډیری هغه کډوال چې راستانه شوي او یا بې ځایه شوي، د سرپنا له نشتوالې نېولې بیا د ژوندانه له لومړنیو آسانتیاوو هم بې برخې دي.

کورني بې ځايه شوي

د افغانستان کې د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت د ارقامو په حواله په روان ۲۰۱۹م کال کې تر ۶۰۰ زرو زيات افغانان د خپلو اصلو ټاټوبو څخه بې ځایه شوي دي چې علتونه یې طبيعي پېښې، جگړې او بې کاري بلل شوي.

سالم چې د کندوز ولایت اوسېدونکی دی، له همدې بې ځایه شويو څخه دی. هغه د جګړو له امله خپله کورنۍ هرات ولایت ته لېږدولې. نوموړي په کابل کې یې دويچه ويله ته وويل: «څلور کاله وړاندې مې په خپل ولایت کې هرڅه ژوند، کور او د کور وسایل پرېښودل او هرات ولایت ته وتښتېدو اوس غواړو چې بیرته خپل ولایت ته وګرځو، اوس له دولته همکاري غواړو چې په بیاستنېدو کې مو لاسنیوی وکړي.»

خو د کډوالو چارو وزیر وايي ترڅو چې په هېواد کې د سولې بهیر یوې پایلې ته نه وي رسېدلی د راستنېدونکو کډوالو او په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو پالل هم ستونزمن بریښي. نوموړي په دې برخه کې د افغان کډوالو پر کوربه هېوادونو د زغم غږ کوي. هغه وويل:« زه  د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غواړم چې زغم ولري، ځکه افغانستان لا هم راستنو شویو کډوالو ته د رسېدنې جوګه نه دی. زما غوښتنه داده چې صبر وکړئ تر هغې چې د سولې بهیر یوې پایلې ته رسیږي.»

په کابل کې د داخلي بې ځایه شوي افغانانانځور: DW/H. Sirat

د کډوالو چارو وزیر زیاتوي چې په تېرو اتلسو کلونو کې تر ۱۰ میلیون او ۱۶۳ زرو څخه ډیر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان هم د سولې په تمه دی

په همدې حال کې د کډوالۍ نړېوال سازمان وایې چې په افغانستان کې د روانو جګړو او بې ثباتیو له امله اوس هم هرکال زرهاوو افغانان خپل هېواد پرېښودو ته اړ کیږي. دا سازمان هم افغانستان کې د سولې بهیر ته په تمه دی چې ګوندې په بریا سره یې د کډوالۍ او کډوالو ستونزې تر یوه بریده هوارې شي. په کابل کې د کډوالۍ نړېوال سازمان استازې سارا کرګس وویل: «که د سولې بهیر یوې پایلې ته ورسیږي نو د افغان کډوالو په شمېر کې به هم د پام وړ کموالی راشي، مونږ هیله من یو چې کوربه هیوادونه د سولې تر بریالي کیدو پورې افغان کډوالو ته ځای ورکړي.»

خو د کډوالۍ نړېوالې ورځې په اړوند د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پيغام کې د افغان کډوالو د ستونزو پر جدي هواري ټینګار شوی. هغه په خپل پېغام کې زياته کړې: «د کډوالو موضوع ته دې د یوې سیکتورې مسلې په توګه نه، بلکې د یوې ملي ستونزې په توګه وکتل شي. د ټولنې هر قشر باید د راستنو شویو او کورني بې ځایه شویو کډوالو د ستونزو په کمښت کې تر خپلې وسي ونډه واخلي.»

د کډوالۍ نړېوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، اوسمهال په ټوله نړۍ کې کابو ۲۷۲ میلیونه کسان د کډوالۍ ژوند کوي، چې دا د نړۍ د ټول نفوس شاوخوا ۳،۵ سلنه وګړي کیږي.

 اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل