حکومت د دریم ځل له پاره د طالبانو یوه ډله زندانیان آزاد کړل
۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبه![Afghanistan Haftentlassung von 100 Taliban](https://static.dw.com/image/53071414_800.webp)
د یکشنبې په ورځ(د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۱۲مه) د افغانستان د مليامنیت د شورا له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغليچې د افغانستان حکومت پرون د شنبې په ورځطالب جنګیالیو یوه بله سل کسیزه ډله له زندان څخه آزاده کړې ده.اعلامیه زیاتوي: «د زندانیانو روغتیاييوضعیت، عمر او د بند پاتې مودې ته په پام سره،[آزاد شوي] زندانیان انتخاب شويدي.» په دې توګه افغان حکومت تر اوسه پورې په مجموعي توګه ۳۰۰ طالب زندانیان آزاد کړيدي.
د یکشنبې په ورځ،یوه افغان چارواکي د آلمان خبري آژانس ته وویل چې یوه بله ډله طالب زندانیان به هم احتمالاً د نن ورځې (يکشنبې) په ترڅ کې له بند څخه آزاد کړل شي،خو نوموړي چارواکيیې بیا د کره شمیر په هکله معلومات نه درلودل. د حکومت له لوري د طالب زندانیانو د آزادولو پروسه د زندانیانو ترمنځ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره د ښه نیت د یوه اقدات په توګه بلل شوی دی.
د افغان چارواکو په خبره،آزاد شویو ټولو کسانو لوړه کړې چې بیا به د جګړې میدان ته نه ور ګرځي. د معلوماتو له مخې،په دوحه کې هم د طالبانو مشرتابه هم دغه راز یو ډاډ ټولو ښکیلو اړخونو ته ورکړی دی.
بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه تویت کې لیکلي دي چې : «نن به د اسلامي امارت له خوا د کابل ادارې شل تنه بندیان له زندان څخه خوشي او د کندهار په ولایت کې د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي.»
د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د توافق په اساس حکومت او طالبان اړ دي چې په خپل منځکې ۶۰۰۰ زندانیان آزاد کړي.د یاد توافق په اساس،د طالبانو او افغان حکومت ترمنځد بین الافغاني خبرو تر پیلیدو وړاندې،افغان حکومت اړ دی چې د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان او طالبان بیا ۱۰۰۰ تنه حکومتيسرتیريله بند څخه آزاد کړي.
په عین وخت کې،افغان حکومت واييچې دوی به د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې ۱۵۰۰ طالب زندانیان آزاد کړي خو طالبان بیا د ټولو ۵۰۰۰ تنه زندانیانو د آزادیدو غوښتنه کوي. ټاکل شوې وه چې بین الافغانيمذاکرات د تیرې مارچ میاشتې په لسمه نیټه پیل شي،خو د دواړو لورو ترمنځ د پلاوي ټاکل کیدل او یو شمیر نورې ستونزې د دې سبب ګرځیدلې چې دغه پروسه پیل نه شي.