1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»افغان حکومت د طالبانو ټول بنديان آزاد کړل«

۱۳۹۹ شهریور ۱۳, پنجشنبه

د افغانستان حکومت ټول طالب بنديان چې طالبانو يې د آزادولو غوښتنه درلوده آزاد کړل. د افغانستان حکومت يوې سرچينې ويلي دي چې د سولې مذاکرات به د راتلونکې شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شي.

Afghanistan Taliban-Freilassung
انځور: picture-alliance/Zuma/PPI

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د افغانستان د ملي امنيت شورا د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر ۳مه) د طالب بندیانو د خلاصون په تصديق سره وویل چې دغه اقدام د افغانستان ۱۹ کلنې جګړې د پای او د سولې مخامخ خبرو د پيل له پاره د لار هوارولو په مقصد ترسره شوی دی.

د طالبانو له لوري لا تر اوسه د دغې موضوع تصديق نه دی شوی.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د روان کال د فبرورۍ مياشتې په وروستيو کې يو تړون لاسليک شو چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بنديانو تبادله يې يوه مهمه برخه وه، چې دې سره به بین الافغاني خبرو ته لاره هواریږي. د دغه توافق پر اساس، افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو آزادولو ته ژمن شو چې په بدل کې طالبانو هم له خپلو زندانونو څخه ۱۰۰۰ تنه حکومتي زندانيان خلاص کړي.

خو د طالب بندیانو د آزادولو بهير د وروستيو ۴۰۰ بنديانو په سر چې افغان حکومت هغوی خطرناک طالبان بلل، له ځنډ سره مخ شو. افغان حکومت د یادو بندیانو د خلاصون په موخه شاوخوا درې اوونۍ مخکې لويه مشورتي جرګه داير کړه چې د هغې د پريکړې له مخې، ولسمشر غني د يادو۴۰۰ طالب بندیانو د آزادولو حکم هم لاسليک کړ.

افغان ولسمشر، اشرف غني د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د آزادولو په مشورتي لويې جرګه کېانځور: AFP/Press Office of President of Afghanistan

په دې تړاو فرانسې او استراليا د يو شمير بنديانو له د آزادولو سره غبرګون وښود. دغو هيوادونو له افغان حکومت څخه وغوښتل تر څو هغه افراد چې په افغانستان کې يې د دوی سرتيري وژلي له بنده آزاد نه کړي.

اما اوس د افغانستان حکومت يوې سرچينې ويلي دي چې په دې تړاو ۷ تنه بنديان به په قطر هیواد کې د طالبانو سياسي دفتر ته ليږدوي او د قضېې تر هواريدو پورې به هلته اوسيږي.

بل خوا رويټرز خبري آژانس هم د نن رپوټ له کابله ليکلي چې تر اوسه لا روښانه نه ده چې په دوحه کې به بین الافغاني مذاکرات څه وخت پيلیږي، خو يوې حکومتي سرچينې چې نوم يې په رپوټ کې نه دی ښودل شوی، دغه آژانس ته ويلي دي چې مذاکرات به د راورانې شنبې په ورځ پیل شي.

د حکومت له لورې د سولې د مذاکراتي ټيم مشر محمد معصوم ستانکزي پر ټويټر ليکلي دي چې د سولې مذاکرات به «ډير ژر» پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا متحده ايالات هم په دې هڅه کې ده چې په افغانستان کې خپلې ۱۹ کلنې جګړې ته د يوه سياسي جوړجاړي په نتيجه کې د پای ټکی کیږدي.

آژانسونه/ م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل