1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د طالب بنديانو د آزدولو لړۍ درولې ده

۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبه

يوه افغان چارواکي ويلي دي چې افغان حکومت د شنبې په ورځ د ۱۵۰۰ طالب بنديانو د آزادولو بهير ودراوه. د اسوشتيد پريس خبري آژانس ليکي د حکومت دغه تصميم کیدای شي د امريکا او طالبانو تر منځ لاسليک شوی تړون، سبوتاژ کړي.

Übergabe Bagram Gefängnis USA Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP

د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار د دفتر وياند جاويد فیصل وويل، د طالب بنديانو د آزادول، په دې دليل ځنډول شوي دي چې د بنديانو نوملړ يوې اوږدې کتنې ته اړتيا لري.

د طالب بنديانو د آزادولو اقدام، د ولسمشر اشرف غني د يوه فرمان پر اساس چې د روانې اوونۍ په سر کې يې صارد کړ، ترسره کيږي. غني دغه فرمان د بين الافغاني خبرو اترو د پيل له پاره د حسن نيت ښودلو او د اعتماد فضا د رامنځ ته کيدو په موخه صادر کړی وو. خو اوس د غني حکومت غواړي د طالب بنديانو پر نوملړ د کتنې له پاره ډير وخت ولري.

طالب لوري په عاجله توګه تر اوسه د افغانستان حکومت دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو تر منځ تړون د افغان جګړې د پاي ته رسيدو له پاره يو تر ټولو ښه چانس په توګه ګڼل کيږي چې له مخې به يې امريکايي ځواکونه وروسته له نژدې ۱۹ کاله جګړې بيرته خپل هیواد ته ستنيږي.

د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د شوي تړون پر اساس، تر بين الافغاني خبرو اترو د مخه بايد حکومت ۵ زره طالب بنديان و طالب لوری ۱۰۰۰ تنه حکومتي بنديان له خپلو زندانونو آزاد کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل