افغان حکومت پر امريکايي قرارداديانو ماليات وضع کړي
۱۳۸۹ دی ۲۷, دوشنبهواشنګټن پوسټ د امريکايي او افغاني چارواکو په حواله ليکي چي د امريکا د متحده ايالاتو د قانون او د دواړو هيوادونو تر منځ د تړونونو په اساس د امريکا د متحده ايالاتو مرستي به د مالياتو څخه معاف وي.
په افغانستان کي د طالب جنگيالیو پر ضد او د هغوی څخه د خلکو د مخ اړولو په خاطر د امريکا متحده ايالاتو د افغانستان په جنوب او ختيځ کي د بيا رغوني پروژې پيل کړي او دا امنيت په راوستلو کي کليدي برخه جوړوي.
د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال (جوبايډن)تيره اونۍ د افغانستان څخه په خپل نا ټاکل سوي دوه ورځنی سفر کي ليدنه وکړه. نوموړي پر دې خبره ټينګار وکړی که چيري افغانان وغواړي نو په هغه صورت کي به د 2014 کال څخه وروسته هم په افغانستان کي پاته سي.
په افغانستان کي 140000 نړيوال ځواکونه موجود دي چي د هغي جملي څخه 97000 امريکايي سرتيري دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي چي دغو قرارداديانو د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو او دفاع د وزارتونو څخه غوښتي چي دغه موضوع روښانه کړي او د مالياتو په اړه د هغوی د حقونو څخه دفاع وکړي.
خو د افغانستان دولت دې قرارداديانو ته د مالياتو د صورت حساب په ليږلو پيل کړی دي.
ورځپاڼه زياتوي چي امنيتي شرکتونه د مالياتو د نه ورکولو په صورت کي خپل جواز د لاسه ورکوي او د بند په سزا گواښل سوي دي.
د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيل وال، واشنګټن پوست ته ويلي دي:« زه داسي کوم نوي پروګرام ته چي د بهرنيو شرکتونو په ماليه ورکولو پوري اړه ولري ضرورت نه لرم.»
نوموړي ورځپاڼي د زاخيلوال د خبرو په حواله ليکلي چي :«هر هغه څه چي په قانون او تړونونو کي بخښل سوي نه وي، نه بخښل کيږي او افغانستان د مالياتو د نه ور کولو په موضوع کي جدي دی.»
آژانسونه/ رسول رحيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل