افغان حکومت: په سنگين ولسوالۍ کي ۵۰ تنه ملکي وگړي وژل سوي
۱۳۸۹ مرداد ۵, سهشنبهافغان حکومت د دوشنبې په ورځ وويل چي د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د ريکي کلي قربانيان ملکي وګړي دي.
د چارواکو په خبره د رواني مياشتي پر ۲۳ نېټه د ريګي پر کلي باندي د هوايي بمباريو په ترځ کي ۵۲ تنه ملکي وګړي وژل سوي دي.
ددې پيښي د پلټني امري ولسمشر حامد کرزي ورکړی و او تر څ کي يې دا روښانه سوه چي ډير ملکي وګړي پکښي وژل سوي دي.
نن ناوخته افغان ولسمشر حامد کرزي د سنګين ولسوالۍ د ريګي کلي هغو اوسېدونکو ته په ټليفوني تماس کي تسليت ويلی دی چي په دې پيښه کي يې د کورنۍ غړي د لاسه ورکړي دي.
ولسمشر حامد کرزي دغه راز يوار بيا په افغانستان کي د ناټو ځواکونو څخه غوښتي دي چي د ملکي خلکو امنيت دي وساتي او د عملياتو پر مهال دي د قيق غور وکړي.
ددې سر يو ځای بيا د ناټو ځواکونو ويلي دي چي «ددوی پلټونو دا ښودلي ده چي په سيمه هيڅ داسي شواهيد نسته چي و ښيي په دې هوايي بمباريو کي دي ملکي وګړي وژل سوي او يا دي يو نفر هم زخمي سوی وی.»
ag/ زيارمل
کتونکی. عبدالباري حکيم