1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت په ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبنديز اعلان کړ

۱۴۰۰ مرداد ۲, شنبه

افغان چارواکو د شنبې په ورځ د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱ کې د شپې له خوا پر ګرځيدو بندیز ولګاوه. د دغه تصمیم څخه موخه د تاوتريخوالو له ډيريدو څخه مخنیوی ښودل شوی دی.

Afghanistan Tote nach Explosion bei Hochzeitsfeier in Kabul
انځور: AFP/R. Maqbool

 د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ګرځبنديز تصمیم يې د وروستیو میاشتو په جریان کې چې طالبانو خپلو یرغلیزو بریدونو ته زور ورکړی دی، د تاوتریخوالو د ډيریدو د مخنيوی په موخه نیولی دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د کابل، پنجشیر او ننګرهار ولایتونو پرته د «افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د تاوتریخوالو د قابو کولو او د طالبانو د تګ راتګ د مخنیوی په موخه د شپي ګرځبندیز لګول شوی دی.«

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا، په جلا توګه رسنیو ته په یوه استول شوی غږیز پيغام کې ويلی دي چې دغه ګرځبندیز به د افغانستان په وخت د ماسخوتن ۱۰:۰۰ بجو څخه د سهار تر ۰۴:۰۰ بجو پورې وي.

د می میاشت له پيله کله چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوه، طالبانو په ټول افغانستان کې خپلې حملې ډیرې کړي چې په ترڅ کې يې یو شمیر سرحدي بندرونه او ډیرې ولسوالۍ نیولي دي.

په عین وخت کې د افغانستان دفاع وزارت بيا په پر له پسې توګه له طالبانو څخه د ځينو سیمو د بیرته نیولو او دغې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د دغه وزارت وياند فواد امان نن پر خپل ټويټر د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د «۲۶۲ طالبانو د وژل کیدو او ۱۷۶ نورو د ټپي کیدو» خبر ورکړی دی. امان ویلي دی چې طالبانو ته دغه مرګز ژوبله د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو په جلاو عملیاتو کې، اوښتې ده.