1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت ۹۰۰ نور طالب بندیان آزادوي

۱۳۹۹ خرداد ۶, سه‌شنبه

افغان چارواکي به د سه شنبې په ورځ د طالبانو۹۰۰ نور بندیان هم آزاد کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا اعلان شوی اوربند دریمه ورځ ته داخلیږي.

Afghanistan  Taliban Gefängnis
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

طالبانو د يکشبنې په ورځ د کوچني اختر په مناسبت د درو ورځو له پاره اوربند اعلان کړ. چارواکو ویلي دي چې دغه اوربند د هیواد په کچه مراعت شوی دی.

افغان حکومت د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ په هدف له خپلو زندانونو څخه د دې ډلې۲۰۰۰ بندیان آزاد کړي دي.

په دې ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د پروان له زندانه ۱۰۰ طالبان آزاد شول. افغان حکومت ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ به ۹۰۰ نور بندیان هم آزاد شي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «تصمیم دا دی چې نن به هم ۹۰۰ بندیان آزاد شي.»

فیصل روښانه کړې ده چې د حقوقي دلایلو له کبله ښايي وروستۍ شمیرې بدلې شي.

په افغانستان کې روان اوربند د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو د خپل ډول دویم اوربند دی چې له کبله یې د سولې د بهیر د پرمختګ په اړه هیلې رامنځ ته شوې دي. افغان چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې اوربند د افغانستان په ډیرو سیمې کې مراعت شوی دی.

د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید افغان حکومت د طالبانو تر ۵۰۰۰ پورې بندیان آزاد کړي. تر اوسه پورې په دې لړ کې شاوخوا ۱۰۰۰ دغه ډول بندیان خوشي شوي دي چې په بدل کې یې بیا طالبانو شاوخوا ۳۰۰ حکومتي زندانیان آزاد کړي دي.

(m.j/n.z(AFP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل