[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(22.09.2015):
انځورونه: په کابل کې د سولې کنسرت او مارش
کابل د دوشنبې په ورځ د سولې نړیوالې ورځ په مناسبت د څو بیلابیلاو برنامو شاهد وو. د ورځي په لومړنیو ساعتونو کې د ملي اردو څو هلیکوپترو پر کابل باندې پرواز وکړ او د سولې پیام یې خپور کړ.
انځور: DW/H. Siratافغانستان داسې یو جګړه ځپلی هیواد دی چي تر بل هر هیواد ډیري سولې ته اړتیا لري.
انځور: DW/H. Siratافغان حکومت او د دغه هیواد خلک له څو کلونو راهیسې د سولې بې پایلې هڅې کوي.
انځور: DW/H. Siratد خاطره افرینانو بنسټ د دوشنبې په ورځ د کابل په مرکز کې د سولې په ملاتړ یو لاریون وکړ.
انځور: DW/H. Siratد دغه بنسټ غړو د افغانستان بیرغونه لیږدول او د سولې په ملاتړ یې شعارونه ورکول.
انځور: DW/H. Siratدغه لاریون د کابل له شاه دوشمشیره سیمې څخه پیل شو او د مخابراتو تر وزارت پورې یې دوام وکړ.
انځور: DW/H. Siratد کابل په سونو اوسیدونکی له دغه لاریون سره یوځای شول او په افغانستان کې یې سولې او ثبات غوښتنه وکړه.
انځور: DW/H. Siratماشومانو په دغه لاریونو کې د سولې د غوښتنې د ښوولو له پاره یو بل ته گلان سره ورکړل. په دې لاریون کې یو شمیر سندرغاړو د سولې له پاره سندرې وویلې.
انځور: DW/H. Siratماشومانو همداراز د لاریون پر ګډونوالو باندې هم سره ګلان واچول.
انځور: DW/H. Siratیو شمیر ماشومانو د سولې په نړیوالې ورځ د اکروباتیک حرکات وښوول.
انځور: DW/H. Siratد سرکس ماشومانو هم په دې لاریون کې په زړه پورې حرکات نندارې ته وړاندې کړل.
انځور: DW/H. Siratیو شمیر سندرغاړو هم په دغه لاریون کې د سولې په ویاړ سندرې وویلې.
انځور: DW/H. Sirat