1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغان سرتیری: «بیا به هیڅکله هم په ځواکونو کې شامل نه شم»

۱۳۹۷ آذر ۲, جمعه

افغان سرتیری بیګ، له هغه وروسته له امنیتي ځواکونو د وتلو پریکړه وکړه چې ډیر همسنګري یې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول او معاش یې بیا لوړپوړو چارواکو غلا کړ. بیګ یوازنی سرتیری نه دی چې دا پریکړه کوي.

Afghanistan Selbsmordanschlag Kabul
انځور له ارشیف څخهانځور: Reuters/O. Sobhani

افغان امنیتي ځواکونه له ډیرې مودې راهیسې په جګړه کې لوړ تلفات زغمي خو اوس طالبان په جګړه کې بر لاسي دي او د سرتیرو د وژل کیدو پیښې دومره لوړې شوي دي چې د کارپوهانو په اند د جبران وړ نه دي.

د ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې کله چې افغان امنیتي ځواکونو له بهرنیو سرتیرو څخه د افغانستان امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخیستل، د دې هیواد په جګړه کې نزدې ۳۰۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. دغه شمیر چې ولسمشر محمد اشرف غني په همدې میاشت کې بربنډ کړ، تر هغه ډیر لوړی دی چې تر دې مخکې يې فکر کېدی.

په دې ترتیب نو په دې موده کې هره ورځ په اوسط ډول ۲۰ افغان سرتیري وژل شوي دي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل، وویل: «که د تلفاتو کچه همداسې لوړه وي، داسې ورځ به راشي چې څوک به پاته نه وي چې امنیتي ځواکونو ته جذب شي.»

د مرګ ژوبلې دغې لوړې کچې د افغان امنیتي ځواکونو مورال لا پسې کمزوری کړی دی. اوس ډیری سرتیري له ځانه پوښتي چې تر کومه وخته پورې به یې ورسره بخت یاري وکړي او له جګړې به ژوندي ووځي.

د ۲۰۱۸م کال په وروستیو درو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیسو او اردو ځواکونو شمیر ۳۱۲۳۲۸ وو. د افغانستان د بیا رغونې بهیر د څار سازمان یا سیګار ویلي دي چې دا د تیر کال په پرتله نزدې ۹۰۰۰ تنه کم وو. دې سازمان زیاته کړې چې د ۲۰۱۸م کال شمیرې له ۲۰۱۲ کال راهیسې تر بل هر کال ډیرې کمې وې.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ته په استول شوي رپوټ کې سیګار ویلي دي چې د پوځ د شمیر د راکمیدو په لاملونو کې د سرتیرو وژل کیدل، له دندې تیښته او د خپلي دورې تر پوره کولو وروسته بیا په پوځ کې نه شاملیدل، شامل دي.

بیګ یو له هغو کسانو دی چې نه غواړي د خپلي مودې تر پوره کیدو وروسته بیا په پوځ کې شامل شي. په شمالي ولایت جوزجان کې په دنده بوخت دغه ۲۶ کلن سرتیري وویل: «داسې ورځې هم راغلي دي چې ما پنځه او یا لس همسګران په جګړه کې له لاسه ورکړي دي.»

فرانسې خبري آژانس د دغه سرتیري بشپړ نوم نه دی خپور کړی چې هویت یې برملا نه شي او کار ته یې ګواښ پېښ نه شي.

بیګ وویل: «زه پر خپلې پوستې د طالبانو له دوو بریدونو ژوندی وتلی او د خدای په مرسته په تیښته بریالی شوی یم.»

خو دې ټولو پیښو بیګ زړه توری او نه غواړی چې عسکری د دغي مودې تر پوره کیدو وروسته بیا له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي. هغه وایي: «زه به بیا په پوځ کې شامل نه شم. که ژوندی پاته شوم نو مزدور کاري کوم.»

خو دا چې بیګ به له دې جګړې ژوندی ووځي روښانه نه ده، ځکه چې په وروستیو وختونو کې د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ تلفات ډیر لوړ شوي دي.

د افغان حکومت په غوښتنه سیګار له ۲۰۱۷م کال راهیسې د افغان سرتیرو د تلفاتو شمیر نه بربنډوي. خو په افغانستان کې د ناټو د بریکړنده ملاتړ ماموریت چارواکو سیګار ته ویلي دي چې د روان کال تلفات تر بل هر وخت ډیر لوړ دي.

په ننګرهار کې يو پولیس عاشق الله، هم تاییدوي چې په روان کال کې وضعیت تر بل هر وخت ډیر خراب دی. دغه ۲۴کلن افغان وویل: «هر ورځ د خپلو همسنګرو د وژل کیدو شاهدان یوو. موږ مناست تجهیزات نه لرو. ډیر ملګري مو یا وژل شوي او یا یې هم دنده پریښې ده.»

د افغان ځواکونو په منځ کې د مرګ ژوبلي ډيرښت د افغان چارواکو دنده سخته کړې چې نوي کسان د امنیتي ځواکونو لیکو ته جذب کړي. یوه افغان چارواکي د خپل نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې په روان کال کې په بلخ ولایت کې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د نویو جذبیدونکو کسانو شمیر ۸۰ سلنه کم شوی دی.

په ننګرهار کې بیا چارواکي وایي چې د نویو جذبیدونکو کسانو شمیر اوس هم لوړ دی. د دفاع وزارت ویاند جاوید احمد غفور، بیا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د نویو جذبیدونکو کسانو شمیر هیڅ نه دی کم شوی.

فضل الله چې ۲۴ کلن دی، په ننګرهار ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره تر یوځای کیدو وروسته وویل: «زه له پولیسو سره د دې له پاره نه یوځای کیږم چې آرام ژوند ولرم. زه ځم چې خپل سر تر وطن قربان کړم.»

نور کسان بیا ځکه له امنیتي ځواکونو سره یوځای کیږي چې په افغانستان کې د کار نور امکانات نه شته. ۲۷ کلن صافی وایي: «زه ځکه له امنیتي ځواکونو سره یوځای شوم چې د خپلې کورنۍ نفقه او ډوډۍ برابره کړم.»

خو داسې کسان هم شته چې په امنیتي ځواکونو کې له کلونو راهیسې شامل دي، خو بیا یې په وروستیو میاشتو کې خپل معاش نه دی ترلاسه کړی. ۲۷ کلن سلمان وایي چې درې میاشتې کیږي چې معاش نه دی ورکړل شوی او کله چې د طالبانو له بریدونو سره مخامخ شي، نو مرکزي حکومت یې هوایي ملاتړ هم نه کوي.

افغان چارواکي وایي چې طالبانو ته هم لوړو تلفات اوړي، خو داسې نه ښکاري چې لوړ تلفات دې طالبان له جګړې زړه توري کړي وي. په غزني کې میشت افغان سرتیری ۲۹ کلن عنایت الله وایي: «هغوی [طالبان] هره شپه پر موږ بریدونه کوي.»

هغه زیاتوي: «په څو ورځو کې زما د خدمت موده ختمیږي. هیڅکله به بیا له پولیسو سره یوځای نه شم».

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب