1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريآسیا

اروپايي ټولنې او نړیوال‌بانک استازو افغان سوداګرو سره لیدلي

شکیلا ابراهیم خیل | امید دیدار
۱۴۰۱ بهمن ۸, شنبه

افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ خبر ورکړی، چې د دغې ټولنې او نړیوال بانک استازو افغانستان کې د خصوصي سکتور د ستونزو د څېړلو په موخه د مېرمنو په ګډون له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي دي.

بروکسل کې د اروپايي کمیسیون دفتر
بروکسل کې د اروپايي کمیسیون دفترانځور: Yves Herman/REUTERS

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ نن شنبه د جنورۍ پر ۲۸ د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي، چې د دغې ټولنې استازو او د نړیوال بانک استازي ملیندا ګود له ۲۵ ډېرو افغان ښځینه او نرینه سوداګرو او د کوچنیو، متوسطو او لویو شرکتونو له استازو سره لیدلي دي. د دغې ناستې موخه د سوداګرو د ستونزو او غوښتنو څېړل یاد شوي دي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ منلې ده، چې له دغې هېواده د کادرونو تېښته، پر ښځینه کارمندانو بندیزونه، د برېښنا او بانکي راکړې ورکړې ستونزې او د سیمه ‌ییزې همکارۍ څرنګوالی د دې هېواد له عمده ستونزو دي.

پس از فروپاشی نظام پیشین و تسلط دوباره طالبان در افغانستان، اقتصاد این کشور به لبه پرتگاه نزدیک شده است و بحران بشری روز به روز در حال افزایش است.

افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګېدلو او واک ته د طالبانو دویم‌ځلي رسېدلو سره د دغې هېواد اقتصاد سقوط ته نیږدې شوی او انساني ناورین ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور

د طالبانو سختو او افراطي کړنو دغې ډلې سره د نړیوالې ټولنې د تعامل څرنګوالی سخت کړی او همدا راز یې د نړیوالو بنسټونو او مرستندویه بنیادونو د بشري مرستو رسولو پروسه ځنډنۍ او له ستونزو سره مخ کړې ده.

دا حالت داسې وخت کې راغلی، چې اوس مهال د ملګرو ملتونو په حواله د افغانستان د نفوس نیمايي برخه خواړه نه لري او ژر تر ژره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نړیوال بانک: د سختې لوږې له منځه تلل ممکن دي

01:25

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب