په پیښور کې د افغانستان په قنسلګرۍ کې د کډوالو چارو وزارت اتشې عبدالحمید جلیلي، هغه آوازې رد کړې چې ګواکې د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته د شپږو میاشتو مهلت ټاکلی چې خپل ټول کاروبار افغانستان ته انتقال کړي.
اعلان
[No title]
دغه افغان چارواکي زیاته کړه چې د دغه ډول یوه احتمالي وضعیت د مخنیوي له پاره د افغان، پاکستاني او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې غړو یوه کډه ګمیټه جوړیږي. نور جزئیات په مرکه کې واورئ. تر دې مخکې پاکستان ویلي وو چې ټول افغان کډوال باید له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
که څه هم افغان حکومت او ملګرو ملتونو له اسلام آباد څخه د کډوالو له پاره د ټاکل شوې مودې د غځولو غوښتنه وکړه خو پاکستان ویلي دي چې پر خپله پریکړه ولاړ دی.
په پاکستان او نړۍ کې د کډوالو په اړه نور مطالب دلته ولولۍ:
له یونان څخه تر ټولو زیات پاکستانیان دیپورت شوي
د اروپايي اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوي تړون له مخې له یونان څخه ترکیې ته د استول شوو ۳۲۶ مهاجرو له ډله څخه ۲۰۱ پاکستانیان دي. پر خطرناکه لاره د خپلو سپما شوو پیسو تر مصرفولو وروسته اوس هغوی بیرته ترکیې ته استول کیږي.
۳۸ کلن اعجاز چې مزدور کار دی او د کورنۍ یوازینی نفقه پیدا کوونکی دی وايي چې خپل کور یې وپلوره، څو اروپا ته د سفر لگښت پوره کړی شي. هغه وایي: «زه ډیر غریب سړی یم.» د هغه دا خوب چې له بې وزلۍ څخه به خپله کورنۍ راباسي له منځه تللی دی. هغه وایي: «ترکیې تر استولو بهتره ده چې مړ شم.»
انځور: Jodi Hilton
په ویره کې ژوند کول
یو مهاجر له پولیسو څخه په لیسبوس کې نسبتا خوندي کمپ ته بیرته ورتښتي. مهاجرو ته د کمپ شا او خوا پاتې کیدو سپارښتنه شوې او پولیس یې د شپې له خوا د بندر او ښار نورو برخو ته د ننوتلو مخه نیسي.
انځور: Jodi Hilton
وړیا خواړه
مهاجر په کمپ کې د ماښام ډوډۍ د تر لاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي، چیرې چې هغوی له فعالانو سره په گډه اوسیږي او کار کوي. دغه کمپ د مراتبو د لړۍ پرته سیستم له مخې چلیږي چیرې چې ټول خلک آزاد او برابر گڼل کیږي او د گروپي ډلو د غونډو په ترڅ کې پریکړې کیږي.
انځور: Jodi Hilton
سړې شپې
پاکستاني مهاجر ماښام مهال د اور تر څنگ ځانونه گرموي. زیاترو مهاجرو ویل چې دوی په ترکیه کې د پیسو له پاره یرغمل نیول شوي وو. په دغه ډله کې یو تن حسن هم دی چې وایي په ترکیه کې څو وارې د ترور کیدو د هڅو وروسته بیرته پاکستان ته وتښتید. هغه وایي: «ترکیه یو خوندي هیواد نه دی.»