1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سوله - ایا دواړه لورې به پر اجنډا یوه خوله شي؟

۱۳۹۹ شهریور ۲۳, یکشنبه

قطر کې د بین الافغاني خبرو د پيل له پرانېست غونډې یوه ورځ وروسته هم، د خبرو د پيل لپاره اجنډا نه ده وروستی شوې. افغان او طالب مرکچي پلاوي په دې اړه څه وايي؟

Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، لاهم یې هم په قطر کې د طالبانو مرکچې پلاوي سره په ځانګړې توګه نه دي کتلي.

نوموړي نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر ۱۳مه) په دوحه کې خبریالانو ته وویل، دواړه لوري باید د سولې روحیې لپاره همغږې شي، چې دا د افغانانو هیله ده.

په بین الافغاني ناسته کې د بهرنیانو شتون

د سولې بین الافغاني خبرو کې د بهرنیانو شتون هم د یوه بحث په توګه مطرح شوی. طالبانو ویلي، د افغانانو خپل منځي خبرې باید د بهرنیانو له شتون پرته ترسره شي.

عبدالله عبدالله په دې اړه وویل: «مونږ له طالبانو سره موافق یو چې د مذاکراتو په کوټه کې هیڅ خارجی ونه اوسي، خو ښايي د مذاکرتو په ځینو پړاوونو کې هغوی (بهرنیانو) حضور ته اړتیا پېښه شي.»

ښاغلی عبدالله د سولې بین الافغاني خبرو پيل لوی او تاریخي ګام بولي، خو زیاتوي چې دا په دې مانا دی چې ټولې ستونزې به همدا اوس هواریږي.

طالب او افغان مرکچو پلاوو د مذاکراتو د اجنډا لپاره تخینکي ډلې ګومارلي، خو دې ډلو لاهم خپل منځي ناسته نه ده کړې. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په دې اړه پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «تر اورسه پورې د بين الافغاني مذاکراتو د تماس يا تخنيکي ګروپونو تر منځ ليده کاته نه دي شوي، کله چې دواړه ګروپونه سره کينې د مذاکراتي ټيمونو د ناستې لپاره به زمينه برابره کړي.»

په همدې حال کې د افغان مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي چې دواړه لوري پر اجنډا کار کوي.

ایا اجنډا جنجالې ده؟

ټاکل شوې وه چې تر پرانېستونکې غونډې وروسته، راتلونکې دوشنبه (د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر ۱۴مه) دواړه مرکچې پلاوي رسما خبرې پيل کړي، خو اوس داسې ښکاري چې د مذاکراتو په اجنډا بحثونه نه دي وروستي شوي.

"اوربند" او د "راتلونکي نظام څرنګوالی" د اجنډا دوه اختلافي ټکي بلل کیږي.

طالبان وايي اوربند د مذاکراتو د یوې برخې په توګه د بحث وړ دی، خو حکومتي مرکچې پلاوی اوربند منل د مذاکراتو د دوام لپاره بنسټیز شرط بولي.

د افغان مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په دې اړه وویل: «دا منطقي نه ده چې مونږ دې دلته د مذاکراتو لپاره ناست یو، خو په هېواد کې دې د وینو توېول ادامه ولري.»

 دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر رسنیو ته ویلي چې طالبانو له تېرې شپې راهېسې د هېواد په اتلس ولایتونو کې برېدونه کړي.

په ولسي جرګه کې د کنړ استازي نعمت الله کریاب دویچه ویله ته وویل، ددغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې  څو ساته جګړه شوې.

د پارلمان دغه غړي هم ټینګار وکړ چې ښکېلې غاړي باید تر هرڅه وړاندې په اوربند سره سلا شي: «چې اوربند نه وي په هر ډول اجنډا بحث به بې ګټې وي، اجنډا کې ډیر واړه جزیات هم شاملیږي حتی د ملي سرود، اساسي قانون، د ځینو لقبونو موضوع چې شونې ده پرې بحث وشي، خو د هر افغان غوښتنه د جګړې سملاسي درول دي.»

ښاغلی کریاب له اندېښنو سره سره هم هیله من دی چې دا ځل به د سولې خبرې له کومې ناکامۍ سره نه مخ کیږي. د ده پر باور اوس امریکا او نړېواله ټولنه دې پایلې ته رسېدلې چې دا اوږده جګړه نور پای ته ورسوي.

اسماعیل شاکر – کابل