1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سولې بهیر په اړه نړېوال څه اندېښنې لري؟

۱۳۹۹ شهریور ۲۰, پنجشنبه

امریکا متحده ایالاتو ولي چې د افغان سولې بهیر د زیانمنولو هڅه روانه ده. په همدې حال کې ملګري ملتونه هم ددغه بهیر د سبوتاژ کولو له امله اندېښمن دي. خو د افغان سولې بهیر د زیانمنولو تر شا څوک دي؟

Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان ولسمشر په لومړي مرستیال امرالله صالح برید ته په خپل غبرګون کې ویلي چې یوشمېر وران کاري د افغان سولې د تاریخي فرصت ویجاړولو هڅه کوي.ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «تاریخ څرګنده کړې کله چې د سولې فرصت نږدې شي، ورانکاري یې د درولو لپاره له هیڅ ډول هڅې سپماوی نه کوي. افغانان به یې په دام کې ونه لویږي.»

خلیلزاد زیاتوي چې د صالح پر کاروان برید یې وروستۍ بیلګه ده.  د نوموړي پروینا افغانان پوهیږي چې د سولې بریالی بهیر، د هیواد د اوږدې جګړې د ختمولو یوازنۍ لار ده. نوموړي زياته کړې: «د سولې لپاره د دوی د پراخو هیلو پوره کول به د دوو مرکچي ډلو او مشرانو پورې یې اړه ولري.»

بل لوري ته ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام اندېښمنونکی بللی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش کابل کې پر امرالله صالح د برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې روان تاوتریخوالی باید د سولې خبرو په مټ پای ته ورسول شي. ښاغلي ګوتریش په خپل یوه تازه بیان کې ویلي: «افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي.»

نوموړی ټینګار کوي چې ملګري ملتونه له افغان سولې بهیر څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. خو دلته مهمه پوښتنه داده چې د افغان سولې بهیر د تاریخي فرصت ویجاړونکي څوک دي؟ افغان شنونکي وايي، د ځینو پېچلو پوځي عملیاتو ترسره کول دا ښيي چې ځينې کړۍ په افغانستان کې د سولې بهیر ته د خنډ جوړولو، ځنډولو او ان درولو هڅه کوي.

ګوتریش پر صالح بريد غندلو ترڅنګ ويلي چې افغانستان کې روان تاوتریخوالی باید د سولې خبرو په مټ پای ته ورسول شيانځور: Imago Images/Xinhua/

د نړېوالو چارو شنونکي او د پوهنتون استاد ذاکر جلالي دویچه ویله ته وویل، افغان کړکیچ کې ځیني سیمه ییز لوبغاړي د سولې له بهیره خوښ نه ښکاري.جلالي په دې برخه کې هند د بیلګې په توګه یادوي چې د افغان سولې له بهیره خوښ نه دی. هغه وويل: «په سیمه ییزه کچه ځیني هېوادونه شته چې له دې پروسې راضي نه دي، که په مشخصه توګه اشاره وکړو هندوستان له دې پروسې ډیر راضي نه دی، که څه هم په ښکاره مخالفت یې نه دی کړی.»

جلالي چې د سولې بهیر له نیږدې څاري زیاتوي، د داعش په نوم ځیني بریدونه هم تراوسه ډیر مرموز پاتې شوي. دی په حکومت کې دننه هم ځیني کړۍ چې دی یې نوم نه اخلي تورنوي چې د سولي بهیر بریا نه غواړي. هغه زیاته کړه: «حتی مونږ د امریکا په حکومت کې هم د افغان سولي په تړاؤ یوه اجماع نه لرو، پنټاګون او استخبارات وخت ناوخت داسې دریځونه نیسي چې هغه د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.»

جلالي پردې باور دی چې د سولې په اړه د امریکا دفاع وزارت او CIA د ټرمپ له ادارې او بهرنیو چارو وزارت سره ستونزې لري. دا څرګندونې داسې مهال دی چې امریکا ښايي نیږدې راتلونکي کې په افغانستان او عراق کې د خپلو سرتیرو د راکمولو اعلان وکړي.

اوسمهال افغانستان کې شاوخوا ۸۶۰۰ امریکایي سرتیري پراته دي چې د رپوټونو پر بنسټ ددغو سرتیرو شمېر نیږدې ۴ زرو ته راښکته کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل