افغان سياستواله سولې ته په محتاطانه ډول خوشبينه ده
۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبهله طالبانو سره په دې وروستيو کې په ترسره شويو غونډو کې تل د افغان ښځو استازيتوب شوی دی او افغان ښځو په دغه غونډو کې د ښځو په اړه د طالبانو نظر پوښتلی دی. د افغانو ښځو پوښتنه دا ده چې آيا په اړه یې د طالبانو په دريځ او نظر کې بدلون راغلې او که نه.
افغان سياستواله فوزيه کوفي، چې د لومړۍ ښځې په توگه د يوه سياسي گوند مشري کوی، هم له طالبانو سره د سولې په دې هڅو کې ونډه لري. نوموړې په روان کال کې د بين الافغاني مذاکراتو په دوو غونډو کې گډون درلود. هغې د رويترز له خبري آژانس سره په يوه مرکه کې وويل: «موږ بل انتخاب نه لرو. د ډېرو نورو ښځو په څېر زه هم په ځانگړي توگه د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د نظر او درک په اړه انديښه لرم.»
نوموړې زياته کړه: «خو دا چې هېوادوال مې له څلورو لسیزو راهيسې له جگړې کړيږي، نو زه فکر کوم چې د ټولو هیله يوه رښتیني سوله ده. نو په دې توگه زه هم پرته له دې بل انتخاب نه لرم چې په محتاطانه ډول خوشبينه واوسم.»
۴۴ کلنه کوفي ښايي د بين الافغاني مذاکراتو په دريمه غونډه کې چې انتظار کیږي د چين په کوربتوب په پيکنگ کې جوړه شي، هم گډون وکړي. تر دې دمخه په مسکو او قطر کې هم ورته غونډې جوړې شوې دي.
د افغانانو د ترمنځ دغه خبرې اترې د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ يوه تړون ته د رسېدو له پاره د هلو ځلو سره موازي روانې وې. د طالبانو او امريکا ترمنځ که څه هم چې دغه خبرې اوس ځنډيدلي خو انتظار کیږي چې ژر به بيرته پېل شي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې آيا د طالبانو په دريځ کې دومره کافي بدلون راغلی او که نه چې هغوی به د افغانستان د نوي نسل چې په تیرو اتلس کلونو کې یې لبراله دوره تجربه کړې، هیلو او غوښتنو ته درناوي وکړي.
فوزيه کوفي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا طالبان به خپل کلک دريځ ته تغير ورکړي، وويل: «بدلون يوه ډېره پراخه اصطلاح ده.» هغې زياته کړه: «د ځينو ټولنيزو مسئلو په اړه یې ښايي نظر د هغوی د واکمنې د وخت په پرتله بدلون موندلی وي. خو هغوی بايد په عملي ډول وښيي او داسې اقدامات وکړي څو وښيي چې د افغانستان د پرمختگ پر لاره کې خنډ نه دي.»
هغې وويل چې که هر څه کیږي ښځې بايد د سولې د پروسې له وجې زيان ونه مومي.
«سياسي حضور»
طالبان په دې وروستيو کې ځانونه د مخکې په پرتله زيات معتدل معرفي کوي او وايي چې اسلام ښځو ته د مثال په توگه د تجارت او ملکيت، وراثت، زده کړو، کار او د ژوند د ملگري د انتخاب په برخه کې حقونه ورکړي دي.
خو فوزيه کوفي به چې د ديپلوماسۍ په برخه کې یې تر ماسترۍ لوړې زده کړې کړي، يوازې دې ته په انتظار پاتې نه شي چې نارينه به د ښځو هیلو او غوښتنو سره ځانونه عیار کړي.
کوفي چې ځان د ښځو د حقونو پلوۍ بولي، د «افغانستان له پاره د بدلون بهير» په نوم گوند جوړ کړی څو په سياسي واک کې د عادلانه ونډې د ترلاسه کولو لار ورته هواره شي.
هغه وايي چې گوند یې یوازې د ښځو له پاره نه دی خو موخه یې دا ده چې د هېواد د نيم نفوس چې د هغې په وينا نورو سياسي گوندونو هیر کړی دی، د گټو ساتنه وکړي. نوموړې زياتوي: «موږ په قدرت کې د ښځو سياسي حضور ته اړتيا لرو څو جوړښتونو ته په داخليدو هلته گټور او معنادار حضور پيدا کړو.»
زموږ له آرشيف څخه: