نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د سه شنبې په ماښام د بدخشان والي له طلوع تلویزون سره په مرکه کې خبرداری ورکړی دی چې اوس دغه زغروال موټر او وسلې د پوځ او پولیسو پر ضد کارول کیدای شي. د نوموړي خبري آژانس په وینا دې ته ورته رپوټونه په ځیني نورو ولایتونو کې هم ورکړل شوي دي.
ډي پي اې، په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل، د معلوماتو له مخې یوازې په تیرو دوو میاشتو کې شا او خوا ۲۰۰ زغروال موټر د طالبانو لاس ته ورغلي دي چې په کې گران بیه هوموي، زغروال موټر شامل دي.
د امنیتي چارو یوه لویدیځوال کارپوه له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې طالبان دغه موټر او وسلې پر امنیتي پوستو باندې د یرغلونو پر مهال نیسي.
د ناټو د پوځي ماموریت ویاند چارلس کلیولند، د دغې اندیښنې په هکله اعتراف کړی خو په عین وخت کې یې دې ته اشاره کړې ده چې هوموي زغروال موټر د یاغیانو په موندلو کې مرسته کولی شي.
هغه ویلي دي: «دا به له موږ سره مرسته وکړي چې هغوی له پتنځایونو راوباسو.»
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې په تیرو میاشتو کې د طالبانو له لوري په استعمالیدونکو ټولنیزو شبکو کې د هغوی د جنگیالیو داسې انځورونه لاندې باندې کیدل چې د هوموي موټرو او یا نیول شوي وسلو سره یې اخیستي وو.
د طالبانو برید په انځورونو کې:
د کابل بریدونه د انځور په ژبه
تیره ورځ په کابل کې درې بریدونه وشول. لومړي دوه بریدونه د دفاع وزارت ته څیرمه وشول او دریم برید په شهر نو کې د پاملرنې موسسې مخې ته وشو او بیا له یاغیانو سره ۱۱ ساعته نښتې دوام وموند چې د درو برید کوونکو په وژلو ختم شو.
انځور: Reuters/M. Ismailد دوشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت ته څیرمه پر له پسې دوه بریدونه وشول، چې ملکي او امنیتي کسانو ته یې مرگ ژوبله واړوله.
انځور: Imago/Xinhuaد دفاع وزارت ته څیرمه له لومړۍ چاودنې وروسته چې خلک د قربانیانو مرستې ته ورغلل نو د رپوټونو له مخې یوه ځانمرگي برید کوونکي د خلکو په گڼه گوڼه کې ځان والوزاوه.
انځور: Reuters/M. Ismailپه دغو دواړو بریدونو کې د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا د وژل شوو کسانو شمیر ۳۵ تنه لوړ شوی دی او نور شا او خوا ۱۰۳ تنه ټپیان دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد دوو پر له پسې ځانمرگي بریدونو وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړه او د نورو مشکوکو کسانو لټون یې پیل کړ.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Sabawoonد خبري آژانسونو د رپټونو له مخې په وژل شوو کسانو کې د افغان امنیتي ځواکونو د یوه جنرال په شمول نور څلور افسران هم شامل دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Hedayatullah Amidپه کابل کې د دوشنبې د ورځې د ځانمرگي بریدونو پړه وسله والو طالبانو ومنله.
انځور: picture-alliance/dpa/AP/A. Khanد دوشنبې په شپه د سیمې په وخت د شپې پر یوولسو بجو د کابل په شهر نو سیمه کې د خبري آژانسونه د رپوټونو له مخې د پاملرنې، خیریه موسسې مخې ته لومړی موټر بم چاودنه رامنځ ته شوه او تر هغې وروسته درې برید کوونکو په دغه ودانۍ کې ځان پټ کړ.
انځور: Reuters/M. Ismailد افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د سه شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له برید کوونکو سره تر یوولس ساعته جگړې وروسته درې سره برید گر وژل شوي او برید پای ته ورسید.
انځور: Reuters/M. Ismailپر بهرنۍ موسسې باندې د یرغل په پایله کې د چارواکو په وینا یو تن وژل شوی او نور شپږ تنه ټپیانه شوي دي. د صدیق صدیقي په خبره د د لسو بهرنیانو په شمول ۴۲ تنه ژغور شوي دي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله دغه بریدونه په کلکه غندلي دي.
انځور: Reuters/M. Ismail