1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان قاضيانې: موږ هېرې شوې یو نړۍ دې راسره مرسته وکړي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

یو شمېر افغان قاضیاني وايي د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پټ ژوند کوي او نړۍ دوی هېرې کړې دي. دوی د نجات غوښتونکي دي او وايي په مرسته ېې نيول شوي طالبان چې اوس له زندانه آزاد شوي، د وژلو په لټه کې ېې دي.

د یو شمیر افغان قاضيانې او د پارلمان غړې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ېې د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې د یونان له ولسمشرې اکاترینی ساکلاروپولو سره کتلي ول
د یو شمیر افغان قاضيانې او د پارلمان غړې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ېې د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې د یونان له ولسمشرې اکاترینی ساکلاروپولو سره کتلي ول انځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

سارا چې د افغانستان په مخکيني حکومت کې قاضي وه، اوس له خپل خاوند او ماشومانو سره په یو مخفي ځای کې ژوند کوي. نوموړې د لسونو هغو ښځینه افغان قاضیانو له ډلې یوه ده چې د ۲۰۲۱م کال اګست له پنځلسمې راهیسې پټ ژوند کوي. هغه چې د امنيتی دلایلو پر اساس د سارا مستعار نوم کاروي، د توماس رويټرز بنسټ ته وويل: «کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، د زندانونو دروازې ېې خلاصې کړې. زه له هماغه وخت راهیسې په ډار کې ژوند تېروم.»

سارا وايي چې تر اوسه ېې د ټيلفوني اړيکو او وټس اپ له لارې په بې حسابه ګواښونه ترلاسه کړي او زیاتوي چې طالبانو یې پر زاړه کور څو ځله چاپې هم وهلې ده: «بنديانو راته زما د دندې پرمهال ګواښونه کول، ويل به ېې کله چې موږ له بنده آزاد شو نو تا او ستا کورنۍ به ووژنو. حتی اوس هم کله چې زه په دې هکله خبرې کوم، له بېرې مې پر بدن لړزه راځي.» خبرځای زیاتوي چې طالب چارواکو په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

افغان ښځينه قاضيانې اوس چېرته دي؟

څه باندې یونيم کال مخکې کله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، هغه وخت د افغانستان په محاکمو کې شاوخوا ۲۷۰ ښځېنه قاضیانې موجودې وې. ډېری دغه قاضیانې چې په لوړ امنيتي خطر کې وې، د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د تخلېې پر مهال له افغانستانه ووتې او ځېنې نورې بیا د نورو موسساتو د نجات په ماموریتونو کې وښکل شوې. دوی اوس د آلمان، امریکا، کاناډا، بريټانيا او استرالیا په ګډون مختلفو هیوادونو کې خپل نوی ژوند پيل کړی دی.

دا هم ولولئ: 

پخوانۍ قاضۍ مرزیه بابکرخيل چې اوس په بريتانيا کې ژوند کوي وايي لا هم شاوخوا ۵۰ ښځینه قاضيانې په افغانستان کې بندې پاتې دي او نژدې ۲۰ نورې ېې په ګاونډي هیواد پاکستان سرګردانه ژوند تېروي او د دې بېره لري چې پاکستان ېې اخراج او یا ېې طالبانو ته وسپارلي. نوموړې چې دوه ځله د طالبانو له وژلو بچ شوې او له ۲۰۰۸م کال راهیسې په بریتانيا کې اوسیږي، له غربي هیوادونو د دغو افغان قاضېانو د خوندي ايستلو غوښتنه کوي: «زه له هر هیواده غوښتنه کوم چې دوی ته پناه ورکړي، خو دوی ټولو پر دې موضوع خپلې سترګې پټې کړي دي.»

افغان قاضیانې وايي چې دوی هېرې کړل شوي او له نړۍ څخه غواړي چې ورسره مرسته وکړيانځور: Matthew Moore/DW

د عاجلو ويزو غوښتنه

رپوټ وايي په پام کې ده د بریتانيا د قانون جوړونکو یوه ډله د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد پارلمان ته ېوه عریضه وړاندې او له حکومته وغواړي چې د دغو افغان ښځينه قاضیانو ته د تخلېې او ميشتیدا په موخه عاجلې وېزې صادرې کړي. زياته شوې چې وکيله جونا چيري به هم په دې ارتباط د چهارشنبې په ورځ له صدراعظم ريشي سوناک سره وګوري او له هغه څخه به وغواړي چې د افغان ښځينه قاضیانو د رایستلو له پاره په خپلو کې سره »سرونه وجنګوي.«

میرمن چيري وويل: «بریتانیا دغو قاضیانو په تړاو اخلاقي ژمنه لري.» هغې زیاته کړه: «موږ افغانستان ته ولاړو، هلته مو د غربي دیموکراسۍ د ترويج هڅې وکړې، موږ ښځې تشویق کړې چې قاضیانې او څارنوالانې شي، خو کله چې راووتو هغوی مو په مېدان کې پرېښودې.»

پټ ژوند، دوامداره سترس او رواني فشارونه

سارا وايي چې د خپلې دندې پر مهال ېې د طالب جنګیاليو په نېولو کې مرسته کړې چې په هغو کې په بمي چاودنو او بریدونو کې ښکيل طالب غړي هم ول. هغې او کورنۍ ېې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د میاشتو له پاره خپل وخت یو ځای بل ځای ته په کډه کولو تېر کړی او اوس په یو زوړ کور کې پټ ژوند تېروي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر فعالیتونو او حقونو محدودیتونه ډیر کړي او افغان ښځې وخت ناوخت ذ خپلو حقونو له پاره اعتراضونه هم کړي انځور: AFP

دا هم ولولئ: ګوتریش او استازي د افغانستان د بحرانونو اړوند پر مهمو ټکو غږيږي

سارا وايي څو کسانو د دوامداره ستريس او خپګان له کبله ځانوژنې کړي او ځينو بيا د ځان سوزولو هڅې کړي دي. هغه په دې منځ کې له سخت اقتصادي وضعیت سره د مخ کېدو کیسه کوي: «زه مجبوره شوم چې خپل ټول شیان خرڅ کړم، صرف د دې له پاره چې ژوندي پاتې شو، حتی د واده ګوتمه پورې مې خرڅ کړل.» دغه افغان قاضۍ وايي چې د امنيتي دلايلو له وجې خپل اولادونه ېې هم له ښوونځي ایستلي دي. سارا د خپلو ماشومانو په هکله وايي: «دوی ټوله ورځ لکه بندیان په کور ناست وي. د دوی حالت ته چې ګورم ډېر راته دردونکې تماميږي، اما زه هېڅ نه شم کولی.»

»قاضيانې هر څوک پېژني«

صدف یوه بله افغان قاضۍ ده. هغې له کابله بهر وويل چې طالبانو د قاضیانو هغه ډيټابیس ته لاسرسی پیدا کړی چې د قاضيانو د ټيلفون شمیرې، آدرسونه، انځورونه او د کورنۍ په اړه ېې معلومات په کې درج دي. صدف وايي چې څو ځله ېې د هغو طالب غړو څخه چې د کورني تاوتريخوالو کې مجرم پېژندل شوي ول، د مرګ ګواښونه ترلاسه کړي ول.

صدف وايي: «وضعیت د ورځې په تېریدو لاپسې خرابیږي. د کورنو تلاشۍ ادامه لري، د پخواني حکومت د غړو وژنې ادامه لري.» نوموړې زیاتوې: «په افغانستان کې ښځېنه قاضېانې ډېرې لږ وې، نو هر څوک ېې پېژنې او هر څوک کولی شي هغوی په لاس ورکړي.»

دا هم ولولئ: د ملګرو ملتونو ېوې لوړپوړې چارواکې افغانستان ته سفر کړی

يو شمېر افغان قاضیانې ګاونډي هیواد پاکستان ته تللي دي او هیله مندې دې چې دغه هیواد به ورسره یو بل هیواد ته په تلو کې مرسته وکړي، خو پاکستان له افغانستان څخه نوي ورغلي مهاجر نه مني چې دا هغوی د اخراج له خطر سره مخ کولی شي. سیما چې تېرکال د تورخم له لارې پاکستان ته تللې وايي چې د وېزې وخت ېې پوره شوی او د حل ېوازېنۍ لاره دا ده چې له پاکستانه ووځي او بیا په نوې وېزې بېرته داخله شي. هغه وايي: «ټولې قاضيانې په پاکستان کې له حده ډير وخت پاتې شوې، خو موږ تورخم ته هم تللی نه شو، ځکه طالبان موږ پېژني او هغوی به مو بیا ووژني.»

نړېوال بنسټونه څه وايي؟ملګري ملتونه: طالبان موږ اړ کوي چې « ویروونکی انتخاب» وکړو

یو شمیر افغان قاضيانې او د پارلمان غړې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلي او د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې ېې د یونان له ولسمشرې اکاترینی ساکلاروپولو سره کتلي ول انځور: Eurokinissi/ZUMA Press/picture alliance

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشرنۍ (UNHCR) وايي چې دوی د زيان منونکو افغانانو د حفاظت په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرو اترو ته ادامه ورکړې اما کوم پرمختګ په کې رامنځ ته نه شو.

د ښځينه قاضیانو نړېواله ټولنه (IAWJ) چې په ۲۰۲۱م کال کې ېې د ډيرو افغان قاضیانو په تخلیه کې مرسته وکړه، ويلي دي چې دغه ټولنه اوس هم د پاتې افغانانو د راوښکلو په موخه د ېوې حل لارې د موندلو له پاره خپلې هڅې جاري ساتلي دي.

 د دغې ټولنې مشرې، سوزان ګلازيبروګ (Susan Glazebrook) وويل چې دغه قاضيانې د « Catch-22 situation » له وضعیت سره مخې دي، او په دې حالت کې دوی تر هغه وخت پورې چې په افغانستان کې وي د وېزې درخواست نه شي کولی او که چېرته دوهم هیواد ته راځي نو کېدای شي دا ېې ستونزې نورې هم ډېرې کړي. نوموړې وايي: «حالت ډېر او نور هم ډېر سخت شوی، خو موږ به ورته شا نه نه اړو.»

آلمان د تخلېې پروګرام درولی

دا په داسې حال کې ده چې آلمان هم په وروستيو کې د امنيتي دلايلو له مخې د افغانانو د تخلېې پروسه په موقتي توګه درولې ده. په پاکستان کې مېشته قاضۍ سیما د نورو په څېر هیله منده ده چې يوه ورځ ورته د امریکا د مهاجرت پروګرام وېزه په لاس ورشي، خو ستونزه په دې کې ده چې په دې برخه کې زښته ډېر درخواستونه موجود دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل