سنت اومر، د کاله بندر په ۴۰ کلیو متري کې پروت دي. له همدې ځایه ډیر مهاجر له فرانسې څخه انګلستان ته د اوښتو هڅې کوي. په دې ښار کې هم د اروپايي هیوادونو د ډیرو نورو ښارونو په څیر د مهاجرو ادغام له ځان سره ځینې ستونزي هم راوړي.
خو د یو شمیر تازه ورسیدلو مهاجرو له کبله د سنت اومر ښار اوس د کرکیټ لوبې په یوه وړوکي مرکز بدل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې ډیر کسان په فرانسه کې د فوټبال او کریکیټ لوبې کوي.
دغه ښار په تیر سپتمبر میاشت کې هغه وخت په خبرونو کې راغی چې د افغانستان او پاکستان یو شمیر مهاجرو چې د «سنت اومر کریکټ کلب ستورې» په لوبډل کې لوبیدل د «هویتس دې فرانس» کپ وګاټه.
له افغانستان څخه راغلی مهاجر عطاالله عثمان خیل، وایي: «زه نه پوهیدم چې دلته په فرانسه کې هم خلک کریکټ کوي.»
دغه ۲۱ کلن افغان ځوان تر ډیر سخت او اوږد مزله وهلو وروسته ځان اروپا ته رسولی او په لومړي سر کې یې غوښتل چې انګلستان ته ولاړ شي. عطاالله شپږ میاشتې هڅې وکړي چې ځان په موټرو کې پټ کړي او له فرانسې څخه انګلستان ته واوړي، خو په دې و نه توانید.
بالاخره تیر کال د فرانسې چارواکو په ځنګله کې په خپل سر جوړ شوی د عطاالله او ډیرو نور کډوالو کمپ ویجاړ کړ او دغه افغان ځوان له یوه کورنۍ سره ژوند او د بریښنا په رشته کې یې خپلې زده کړې پیل کړې.
هغه وایي چې د کریکټ لوبه ورته د وطن یاد تازه کوي. په لوبډله کې بل افغان اوریاخیل هم همدا خبره کوي. د «سنت اومر کریکټ کلب ستوري» په لوبډله کې نزدې ۳۰ افغانان او پاکستانیان چې د ۱۵ او ۳۲ کلونو تر منځ عمر لري لوبیږي. لا تر اوسه پورې کوم ځایي اوسیدونکی په دې لوبډله کې نه دی شامل شوی.
اوریاخیل وایي چې د کریکټ لوبډله یې د کورنۍ په څیر ده: «دا لوبډله د هر چا له پاره ده، که فرانسوی وي، که افغان او یا هم که د بل کوم ځای.»
خو د رګبې په لوبغالي کې د دغو مهاجرو د کریکټ لوبې د سنپ اومر ښار ټول ۱۶۰۰۰ اوسیدونکي نه دي خوشحاله کړي. ځیني په دې ځای کې د مهاجرو د ځای پر ځای کیدو خلاف دي.
یو ځايي اوسیدونکی نیکولاس روچیس، چې له مهاجرو سره د ادغام په برخه کې د رضا کار په توګه کار کوي، وايي: «کله نا کله زه توهینیږم. کله ما پخپله توهینوي او کله بیا کلب ته سپکې وايي.»
هغه وایي چې د شته فشارونو له کبله باید د کریکټ د کلب غړي داسې کارونه وکړي چې د نورو له پاره مثال وي. داسې ښکاري چې تر اوسه پورې د رضاکارانو او لوبغاړو هڅو پایلې لرلې وي. د لوبډلې ټول غړي د اوسیدو ځای لري، په کار او یا هم زده کړو بوخت دي او د خپل کلپ نښان په ویاړ سره لیږدوي.
دغه کلپ تر جوړیدو یو کال وروسته وتوانید چې یو سیمه ایز کپ وګټي او د فرانسې د کریکټ «دریم دیویژن» ته لار وموندي. پر بریالیتوب سربیره، دغه لوبډله اوس نه غواړي چې په لویو لیګونو کې لوبه وکړي ځکه وایي لومړی باید امکانات مساعد کړي او بیا په ۲۰۱۸م کال کې سیالیو ته ووځي.
زموږ له ارشيف څخه:
د کريکټ په ټيسټ لوبو کې چا لس زره منډي پوره کړي؟
يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چې د کريکټ په ټيسټ لوبو کې یې لس زره منډې جوړي کړي. آيا تاسې پوهيږئ چې د يونس خان د مخه د نړي نورو کومو لوبغاړو دومره ډير رنزونه کړي دي؟
انځور: N. Naamani/AFP/Getty Imagesبراين لارا د هغو لوبغاړو په سر کې راځي چې په لږ لوبو کې یې لس زره منډي پوره کړي دي. ده په ۱۱۱ لوبه کې دا مقام خپل کړ. په دې موخه لارا ۱۹۵ اننګز (نوبت) ولوبول.
انځور: Picture-Alliance/Photoshotد کرکيټ د نړۍ يوه ډير ښه توب وهونکي سچن تندولکر په کلکته کې د ۲۰۰۵م کال د مارچ پر۱۶نيټه له پاکستان سره د يوې لوبې پر وخت په انفرادي توګه د لس زرو پاته منډي پوره کړې. دا د نوموړي ۱۲۱ ټيسټ لوبه او ۱۹۵ اننګز (نوبت) وو. تندولګر د ۱۹۸۹م کال د نوامبر پر ۱۵ نيټه په لومړي ځل په ټيسټ ميچ کې لوبيدلی وو.
انځور: APد سريلانکا د ټيسټ لوبو ستوري کمارا سنګا په خپله ۱۵۹ ټيسټ لوبه کې لس زره منډي پوره کړې. دی د استرليا په ملبورن کې دې هدف ته ورسيد. دا د ۲۰۱۲م کال د دسمبر ۲۶ نيټه وه.
انځور: APرکي پونټنګ د ۲۰۰۸ م کال د مي پر ۳۰ نيټه په نارت ساونډ کې له ويست اندیز سره په لوبه کې د لسو زرو منډو پاته برخه پوره کړه. ده دا هدف د ۱۱۸ ميچو په پر وخت د ۱۹۶ اننګز په لوبولو سره ترلاسه کړ.
انځور: APپه ۲۰۰۸ م کال کې راهول دراوډ په چنايي کې له سويلي افریقا سره په يوه لوبه کې خپل لس زره منډې پوره کړې. د توپ ويشتونکو مخې ته د «ديوال» په نوم شهرت لرونکي دې لوبغاړي په ۱۲۰ لوبو کې د ۲۰۶ اننګز تر لوبولو وروسته دغه هدف ترلاسه کړ.
انځور: APد خيبر پښتونخوا د مردان سيمې يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چې همدا څو ورځې ترمخه يعني د اپريل پر ۲۱ نيټه یې په کنګستن کې له ويست اندیز سره په لوبه کې خپلې لس زره منډې پوره کړې. دا د نوموړي ۱۱۶ لوبه او ۱۰۸ اننګز وو. يونس خان د ۲۰۰۰م کال د فيبرورۍ پر ۲۶ نيټه په ټيسټ لوبو پیل وکړ.
انځور: APمهيلا جی وردنې د ۲۰۱۱م کال د دستمبر پر ۲۶ نيټه په دربن کې لس زره رنز پوره کړل. دا د نوموړي ۱۲۷ لوبه او ۲۱۰ اننګز وو. جی وردنې په ۱۹۹۷م کال کې په ټيسټ لوبو پیل کړی وو.
انځور: APسنيل ګواسکر لومړی لوبغاړی دی چې په ټيسټ لوبو کې یې لس زره منډي جوړې کړي. دې تکړه توپ وهونکي د ۱۹۸۷م کال په مارچ مياشت کې په احمد آباد کې له پاکستان سره په يوه لوبه کې دا هدف ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۲۴ ټيسټ لوبو کې لس زره منډې پوره کړې.
انځور: APتکړه آل راونډر ژاک کيلس په يوهانسبورګ کې له استرليا سره په يوه لوبه کې چې د ۲۰۰۹ م کال د فيبرورۍ پر ۲۶ نيټه وه لس زره منډي پوره کړې. دا د نوموړي ۲۱۷ اننګز او ۱۲۹ لوبه وه. کيلس په ۱۹۹۵م کال کي په ټيسټ لوبو پيل وکړ.
انځور: Reutersبريتانوي توپ وهونکي کک د ۲۰۱۶م کال په مي میاشت کې له سريلانکا سره د لوبې پرمهال خپل لس زره رنز پوره کړل. کک په ۲۰۰۶م کال کې په ټيسټ لوبو پیل کړی وو.
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkarايلن باردر چې په ډيرو کاميابو کپتانانو کې شميرل کيږي، د ۱۹۹۳م کال په جنورۍ مياشت کې یې د سدني په لوبغالي کې له ويست اندیز سره په لوبه کې لس زره منډې پوره کړې. ده په ۲۳۵ اننګز يا (نوبتونو) کې دا هدف تر لاسه کړ او هغه مهال دې هدف ته رسيدونکی دويم لوبغاړو شو. ده په ۱۹۷۸ م کال کې ټيسټ لوبي پيل کړي وې.
انځور: Getty Imagesشيو ناراين چندرپال، ويست اندیز
شيو ناراين چندرپال د ۲۰۱۲م کال د اپريل پر ۲۳ نيټه دې هدف ته ورسيد. په روسو کې له استرليا سره په لوبه کې نوموړی د لس زرو رنزو جوړونکو په کتار کې ودريد. دا د هغه ۱۴۰ لوبه او ۲۳۹ نوبت وو.
انځور: APد استرليا دې آل راونډر د ۲۰۰۳م کال د جنورۍ پر۲ نيټه د سدني په لوبغالي کې له بريتانيا سره په لوبه کې دا هدف ترلاسه کړ. ده په تر ټولو زياتو يعني ۲۴۴ اننګز کې تر لوبيدو وروسته لس زره منډې پوره کړې.
انځور: AP