د جرمني پوليسو د دغه هیواد په بادن وتمبرگ ايالت کي د دغو لسو شکمنو افغان مهاجرو پر استوگنځای چاپه وهلې او هغوی ئې نيولي دي. دغه افغان مهاجر پر يوه ۱۷ کلن ايراني باندي په جنسي تيري تورن دي.
ويل سوي دي چي دغو ۱۰ افغان مهاجرو څو واري پر دغه ايراني ځوان باندي جنسي تيری کړی او د تيري پرمهال ئې ويډيو ثبت کړې ده.
په توبينگن کي د جرمني څارنوالۍ او د کالسروهه پوليسو ويلي دي چي د پنجشنبې په ورځ ۳۰ پوليسو د دغو مهاجرو د نيولو په عملياتو کي برخه لره.
د دغي قضيې څېړونکو ويلي دي: «دغه افغان مهاجر پر يوه ۱۷ کلن ايراني باندي په وارو وار جنسي تيري او د دغه کار [جنسي تيري] په فيلم اخيستلو باندي تورن دي.»
د دغي قضيې د ۷ کسانو د نيولو لارښوونه سوې وه او اوس هغوی بنديان دي.
نور مطالب:
انځورونه: آلمان کې د ټولنیز ادغام په موخه مهاجرو سره نڅاوې
په آلمان کې یو شمیر افغان، ایراني، سوري او عراقي مهاجرو د نڅا د زدکړې یوې وړیا روزنیزې دورې ته لاسرسی موندلی دی. مهاجرو لپاره دغه فرصت په آلماني ټولنه کې د هغو د ادغام او دغه راز د روحیې د بدلولو په موخه رامنځ ته شوی.
انځور: DW/R. Shirmohammadiساناز کمالي یوه ایراني الاصله نجلۍ ده چې په آلمان کې ژوند کوي. هغه د آلمان په بن ښار کې د نڅا په یوه روزنیز مرکز کې مهاجرو ته د نڅا روزنه ورکوي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiساناز د نڅا دغه ګروپ مهاجرو سره د مرستې په موخه جوړ کړی دی. هغه وايي د هرې اوونۍ د شنبې په ورځ د شاوخوا یونیم ساعت لپاره مهاجرو ته د نڅا زدکړه ورکوي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiد ساناز د نڅا ګروپ ته یوازې مهاجر نه بلکه ځینې آلمانیان هم راځي او مهاجرو سره په ګډه نڅا کوي. د نڅا په هال کې د مهاجرو د هر هیواد موسیقي غږول کیږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiد نڅا دغه پروګرام د «رقصا» په نوم دی. د رقصا پروګرام کوم مالي ملاتړ کونکی نلري او د اوس لپاره په رضاکارانه توګه پرمخ ځي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiپه کوم هال کې چې د رقصا پروګرام ترسره کیږي، هغه په بن ښار کې د نڅا د زدکړې د یوه ښوونځي دی. د دغه ښوونځي خاوند، د ښوونځي هال د مهاجرو د رقصا پروګرام لپاره په وړیا توګه په اختیار ورکړی دي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiد رقصا په پروګرام کې ګډون لرونکي مهاجر دغه پروګرام اغیزناکه بولي. دوي وايي تر څنګ د دې چې دلته دوي نڅا زده کوي او شیبې یې په خوشالیو سره تیریږي؛ په الماني ټولنه کې د ژوند کولو په ډیرو دودونو باندې هم بلدیږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiد رقصا د پروګرام ډیری ګډونوال نارینه مهاجر دي، خو د دغه پروګرام سمبالونکې ساناز کمالي وايي چې کله کله ښځينه مهاجرې هم راځي او په د دغه پروګرام په تمریناتو کې برخه اخلي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiمیرمن کمالي وايي چې هغه د نڅا په تمریناتو کې له نارینه مهاجرو سره ستونزه نلري او ګډونوال یو بل سره ډیر خواږه دي. هغه وايي دا ډول فرصتونه مرسته کوي چې مهاجر د آلماني ټولنې په باب ډیر څه زده کړي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiمهاجر په رقصا پروګرام کې د نڅا د اساسي تمریناتو تر څنګ، د خپلو دودیزو نڅاو تمرینونه هم ترسره کوي. دې سره آلمانی ګډونوال د نورو ملکونو سنتي نڅاوو سره بلدیږي او دغه راز مهاجر د المانیو سره د خبرو کولو له لارې آلماني ژبه ژر زده کړي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiکارین دوبرنز، یوه آلمانۍ میرمن ده چې په رقصا پروګرام کې مهاجرو ته د نڅا د زده کړې په برخه کې مرسته کوي. هغه هڅه کوي چې مهاجر خوشاله وساتي. میرمن دوبرنز وايي چې مهاجرو څخه یې د هغو د دودیزو نڅاو تر څنګ ځینې اصطلاحات لکه (خدا حافظ ) او نور هم زده کړي دي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiکمالي وايي چې د پروګرام ټول ګډونوال مهاجر میرمن کارین ته د ماما (مور) په نوم غږ کوي. کارین له تمریناتو وروسته هم د مهاجرو سره د هغو د ستونزو په باب خبرې او مرستې ورسره کوي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi