1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجر د آلماني ژبې زده کړې ته لاس رسی نه لري

۱۳۹۴ آبان ۱۵, جمعه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په څرګند ډول پریکړه کړې ده چې د افغانستان، پاکستان او سومالیا مهاجر د دوی د غوښتنلیک د بررسۍ په موده کې به د آلماني ژبې کورسونو او په ټولنه کې گډېدو ته لاس رسی نه ولري.

انځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

د فرانسې خبري آژانس په حواله له دې څخه ښکاري چې هغه چا ته چي د آلماني ژبي د زده کړي کورسونه ورکول کيږي په راتلونکې کي په آلمان کي د پاتېدو ښه چانس به ولري.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې دغه د زده کړو د دغو کورسونو زمینه د هغو مهاجرو له پاره برابریږي چې په آلمان کې ۵۰ سلنه قبول شوي وي.

په دې اساس د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تیر کال د افغان مهاجرو د قبولی میزان ۴۶.۷ سلنه و، د سومالیات ۲۵ سلنه او پاکساتن ۱۸،۶ سلنه و. یوازي د سوریې، عراق، اریتريا او ایران هيوادونو مهاجرین دي چې تر۵۰ سلنه زیات د قبلیدو چانس لري.

د آلمان په پارلمان کي د زرغونو گوند استازی پوتمر د پنجشنبې په ورځ د آلمان د (دي ويلت) ورځپاڼي ته ویلي دي: «د افغانستان، پاکستان او سومالیا مهاجرین د آلماني ژبې د زده کړې څخه محرومیږي». په داسې حال کې چې د هغه په خبره، د دغو مهاجرو ډېره برخه په آلمان کي پاتيږي.

د بشري حقونو (پرو ازول) سازمان اجرائي مدير ګونتر بورکهارد له فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلې دي چې توماس دیمیریز د آلمان د کورنیو چارو وزير، له هغه کسانو څخه و چې هر وخت يې په آلمانۍ ټولنه کې د مهاجرو پر چټک ادغام ټينگار کاوه، خو اوس دیمیزیر په دې اقدام باندي سره یوه لويه خطا کوي چې د افغانانو غوندې خلک له دغه ډول ټولنیز ادغام او د ژبې له زده کړې څخه لري ساتي. هغه پر دغه شان پریکړو باندي نیوکه وکړه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب