1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجر: د یونان موريا کمپ د مهاجرو دوزخ دی

۱۳۹۸ مهر ۲۹, دوشنبه

یو افغان مهاجر چې له خپلې کورنۍ سره يې په ډيرو سختيو ځان د يونان ليسبوس ټاپو ته رسولی، د موريا د کمپ وضعيت له دوزخ سره تشبيه کوي. مجتبی رمضاني وايي چې له جګړې وتښتيد، خو اوس په دې جزيره کې «لا بدبخته» شوی دی.

Griechenland Moria Flüchtlingslager auf Lesbos

مجتبی رمضاني له خپلې ميرمنې مليحه سلطاني او يوه ماشوم سره په ګډه د يونان د ليسبوس ټاپو د موريا کمپ په يوه څنډه کې ژوند کوي. د موريا په کمپ کې له ظرفیت څخه د ډیرو مهاجرینو د شتون له کبله دغه کورنۍ د زرونو نورو مهاجرو په څير د کمپونو په څنډو کې په نازکو خيمو کې خپل سخت ژوند تيروي.

دغه افغانه کورنۍ له ترکيې څخه د آژه سمندرګي له لارې يونان ته د خپل سفر په اړه ترخې خاطرې لري. مليحه سلطاني وايي چې د دوی ليږدونکې کښتۍ ته له حده زيات کسان پورته کړل شوي وو او دا چې د لارې په اوږدو کې له تخنيکي ستونزې سره مخ شوه.

کله چې د ترکيې ساحلي ساتونکو د هغوی کښتۍ ته له ډوبيدو نجات ورکاوه، په کښتۍ کې سپاره ټول مهاجر اوبو ته ولويدل. دغه افغان ميرمن وايي چې د خپل ماشوم د ژوندي پاتې کيدو له پاره ېې شاوخوا نيم ساعت په اوبو کې مبارزه وکړه.

ميرمن سلطاني وايي: «ما هڅه کوله تر څو مې زوی د اوبو پر سر وساتم، خو کله به مې چې توان له لاسه ورکړ په اوبو کې به راڅخه ډوب شو. ما به هغه بيا بيرته راپورته کړ. شاوخوا نيم ساعت د اوبو په سر وو. خاوند مې چې له اوبو څخه بهر وتلی وو راته يې کتل، خو زموږ د نجات له پاره يې څه نه شو کولای. هغه غوښتل موږ خواته راشي خو پوليسو اجازه نه ورکوله.»

په موریا کمپ کې تر ظرفیت څو برابره ډیر مهاجرین میشت دي.

د هغې خاوند مجتبی رمضاني د موريا د کمپ وضعيت دوزخ ته ورته بولي او وايي: «تاسو په خپله دغه کمپ ښه وينئ. موږ دغه ځای ته د مهاجرو دوزخ وايو. که دوزخ همداسې  وي نو واقعا ډير بد ځای دی. ما له جګړې تيښته وکړه، خو دلته لا بدبخته شوی یم.»

د کمپ په څنډه کې د مهاجرو خيمې

رمضاني په موريا کمپ کې د موجوده نورو ستونزو ترڅنک، د کمپ غير صحي خوړو ته اشاره کوي چې ماشومان يې په خوړو ناروغان کيږي. هغه وايي: «کله چې ماشومان خواړه خوري اسهال کيږي. روغتيايي مرکز ته لاسرسی نه لرو. داکتر ته ورغلو يوه قطره يې ورکړه چې په پوزه کې يې باید واچول شي، خو هغې هم هيڅ ګټه ونه کړه.»

په موریا مهاجر کمپ کې د مهاجرو ناخوال وضعیت

01:55

This browser does not support the video element.

په وروستيو اونيو کې د يونان ټاپوګانو ته د تازه رسيدلو مهاجرو شمير لوړ شوی دی. د دغه هيواد کمپونه د خپلو اصلي وړتياو او ظرفیت څخه څو برابره ډير ډک شوي دي. د بيلګې په توګه، د موريا کمپ په اصل کې د ۳۰۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی خو اوس په دغه کمپ او شاوخوا سیمو کې له ۱۳ زرو څخه ډير مهاجر ژوند کوي. سربیره پر دې سيمه ايز او نړيوال سازمانونه هم نه شي کولای چې په مناسبه توګه ټولو مهاجرو ته رسیدګي وکړي.

د سورېې په شمال کې د ترکيې د پوځ د عملياتو له پيل او د اروپايي چارواکو تر نيوکو وروسته، اوس د اروپا پر لور د مهاجرتونو د نوو څپو په اړه انديښنې مطرح کيږي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان اروپايي اتحاديې ته په خطاب کې خبرداری ورکړی: «...پام مو وي، يو ځل بيا تاسو ته وايم: که يو ځل بيا مو اوسني عمليات د يرغل په توګه ياد کړل، بيا نو زموږ لاس هم خلاص دی. موږ به دروازې خلاصې پرېږدو او ۳ اعشاريه ۶ ميليونه مهاجر به درواستوو.» اردوغان څو ځله دغه خبره تکرار کړه: «په دې صورت کې به موږ دروازې خلاصې کړو.»

د یونان په موریا کمپ کې د مهاجرینو ژوند د انځورونو په ژبه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل