افغان مهاجر: په ترکيه کي د افغان مهاجرو حالت خراب دیحرکت۱۳۹۵/۶/۱۵۱۳۹۵ شهریور ۱۵, دوشنبهپه استانبول کې میشت افغان مهاجر عربزی، وایي چې په دې هیواد کې میشت افغان کډوال له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي. هغه زیاتوي چې په دې هیواد کې له میشتو افغان کډوالو سره د افغان قنسلګرۍ په شمول هیڅ کومه اداره مرسته نه کوي.لینک کاپي کولانځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanاعلان[No title]This browser does not support the audio element. اروپا ته مهاجرت د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجرد رواني اوونۍ له لومړیو ورځو راهیسي د مقدونيا پولیس افغان مهاجرو ته اجازه نه ورکوي چې تر سرحد ور تیر شي او د اتریش، آلمان او سویدن پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي. په زرونو کډوال اوس په سرحدي سیمه کې بند پاته دي.انځور: Reuters/M. Djurica افغان مهاجرو مخکي د سوريې او عراقي مهاجرو په شان لومړيتوب لاره چي د مقدونيا سرحد له لاري اروپايي هيوادونو ته تيرسي. خو له يکشنبې ورځي راهيسي د دوی پرمخ د مقدونيا سرحدونه تړل سوي دي.انځور: Reuters/A. Avramidis دغه کډوال چې فکر یې کاوه له اوبو څخه تر تیریدو وروسته یې د سفر ستونزمنه برخه پای ته رسیدلې ده، د مقدونيا سرحد د تړل کیدو له کبله ډیر خواشینې دي.انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis دغه مهاجر له یونان څخه سرحدي سیمو ته لیږدول شوي ول، خو له دې کبله چې ورته د تیریدو اجازه ور نه کړل شوه، نو شمیر یې زرونو کسانو ته رسیدلی دی. پولیس هڅه کوي چې د حالاتو کنترول له لاسه ور نه کړي.انځور: Reuters/A. Avramidis ملګرو ملتونو د مقدونيا حکومت پر دغې پریکړې نیوکي کړي دي او ویلي یې دي چې په ځانګړې توګه ماشومانو ته سرحدونه تړل، هغوی له ګواښ سره مخامخ کوي.انځور: Reuters/M. Djurica ځینو مهاجرو آن هڅه وکړه چې له اغزن سیم څخه تر اوښتو ځان د مقدونيا خاوري ته ورسوي، خو پولیسو د هغوی مخه ونیوله.انځور: Reuters/A. Avramidis د مهاجرو شمیر له ډیریدو سره پولیسو هڅه کړې ده چې پوله په بشپړه توګه وتړي، څو کنترول له لاسه ور نه کړي.انځور: Reuters/M. Djurica دغه مهاجر د سرحد پرانیستلو ته لاره څاره.انځور: Reuters/M. Djurica ناهیلي شویو افغان مهاجرو په اعتراض لاس پورې کړی دی. هغوی د اورګاډي لاره بنده کړه خو پولیسو بیا هغوی وشړل.انځور: Reuters/M. Djurica کله چې په دې سیمه کې د مهاجرو شمیر ډیر شو، نو پولیسو هغوی د ایدومیني ښار ته انتقال کړل.انځور: Dimitris Tosidis افغان مهاجر د ایدومیني ښار په یوه کمپ کې ځای پر ځای شوي دي. هغوی نه غواړي چې په یونان کې د پناه غوښتنه وکړي، نو له همدې کبله دې ته په تمه دي چې سرحد پرانیستل شي او هغوی خپل سفر ته دوام ورکړي.انځور: Dimitris Tosidisانځورونه1 | 10