1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان هنرمندانو د ورېښمو پر تکې قرآن شریف لیکلی دی

۱۳۹۷ خرداد ۲, چهارشنبه

په افغانستان کې د وریښمو پر تکې باندې د قرآن شريف د ليکلو چاري پای ته رسېدلي دي. لیکوونکي غواړي له دې سره د افغانستان د سلونو کلونو زوړ فرهنګ ژوندی وساتي.

Afghanistan Kabul - Handgemachter Koran mit Seiten aus Seide
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

دغه قران شریف په ۶۱۰ پاڼو کې لیکل شوی دی او پر هره پاڼه باندې یې د قران شریف ایتونه د خطاطانو او نقاشانو د یوې ۳۸ کسیزې ډلې له خوا په لاس لیکل شوي دي. دغه کار څه نا څه دوه کاله وخت نیولی دی. دغه قرآن شریف ۸،۶ کیلو وزن لري او هغه صنعګرانو چې پرې کار يې کړی دی، ډیر یې په کابل کې د انګلستان د «تورکویس مونتن بنسټ» له خوا روزل شوي دي.

د خطاطي ۶۶ کلن استاد خواجه قمرالدین چیشتي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ هدف په دې ځان ډاډه کول وو چې په هیواد کې د خطاطي له منځه ولاړه نه شي. لیکل زموږ د فرهنګ یوه برخه ده.»

چشتي زیاته کړې: «څوک پر هنر باندې قیمت نه شي ایښودی. خدای دا کار موږ ته سپارلی دی نو له همدې کبله دا موږ ته تر مالي اړخه ډیر ارزښت لري.»

چشتي او همکارانو یې پر هرې پاڼې باندې تر دوو ورځو پورې زیار ایستلی دی او د نۍ او زنګ په واسطه یې د قرآن شریف ایتونه پر هغه باندې لیکلي دي. هغوی دغه قرآن شریف په نسخ خط لیکلی دی. د پاڼې شاوخوا ښایسته کولو بیا ډیر وخت نیولی دی. په ځینو مواردو کې په دې موخه پر هره پاڼه باندي تر یوې اوونۍ ډیر وخت مصرف شوی دی.

د فرآن شریف د دې کاپي پر لیکلو باندې دوه کاله کار شوی دی.انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

هنرمندانو د دې کار له پاره له طبیعي موادو څخه جوړ شوي رنګونه کارولي دي. د نقاشۍ استاد محمد تمیم صاحب زاده، ویلي دي: «ټول کارول شوي رنګونه له طبیعت څخه ترلاسه شوي دي.»

د صاحب زاده په خبره د وریښمو پر تکې باندې کار کوول، یو څه ستونزمن وو. د وریښمو دغه تیکه بیا په داسې موادو کې وهل شوې ده چې د رنګ د خپریدو مخه نیسي. د قرآن شریف د دې کاپی د لیکلو له پاره ۳۰۵ متره د وریښمو ټوکر کارول شوی دی.

د «تورکویس مونتن بنسټ» په ۲۰۰۶م کال کې په کابل کې خپل کار پیل کړ چې هدف یې د افغانستان د پخوانیو لاسي صنایعو ساتل وو. دغه بنسټ هیله لري چې د قرآن شریف لیکل شوې دغه کاپي به د نورو اسلامي متونو له پاره هم تقاضا رامنځ ته کړي چې له کبله به یې ځايي هنرمندانو ته د کار زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د دې بنسټ افغان مشر وحید خلیلي، وویل: «موږ دا نورو اسلامي هیوادونو ته وښیو چې روښانه شي ایا له دې لارې کار کیدای شي چې نوي فارغان د قرآن شریف پر بلې کاپي باندې کار وکړي.»

د «تورکویس مونتن بنسټ» تر اوسه پورې په زرونو افغان هنرمندان روزلي دي. د دې بنسټ مشر ناتان ستروپې ویلي دي: «که د سعودي عربستان یو شهزاده او یا هم په لندن کې د کتابونو یو ټولوونکي لیواله وو، نو موږ د قرآن شریف د دې کاپي په بدل کې د ۱۰۰ او ۲۰۰ زرو ډالرو ترمنځ پیسو په اړه فکر کوو.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب