د حسني د کورنۍ اصلي هيله دا ده چې نړۍ له هغې بلا څخه خلاصه کړي چې دوی ورسره په خپل ماشومتوب کې تل مخامخ ول. هغه ماينونه دي چې انسانانو ته ډېر زيان رسوي.
مسعود حسنيانځور: Massoud Hassani
د مسعود او محمود په نوم دغه ورونه اوس په هالنډ کې ژوند کوي. په ۲۰۱۳ کال کې دغو ورونو ته نړيواله پاملرنه واوښته ځکه چې د «ماين کفان» په نوم يې د ماينونو د چاودلو يوه آله چمتو کړې وه. دغې اختراع ته د ماين پاکۍ سازمانونو هغه وخت د شاباسۍ ګوته پورته کړې وه.
د ماينونو ضد مرخېړي څخه تر بې پيلوټه الوتکې پورې
اوس د دوی تر ټولو تازه د ماينونو ضد وسيله له ډرون يا بې پيلوټه الوتکې د ټکنالوژۍ څخه د درې بعدي چاپ او روبوټ پوهنې په شمول له بېلابېلو تخنيکي امکاناتو څخه ګټه پورته کوي، څو ماينونه د فلز موندونکې آلې په مرسته کشف او له منځه يوړل شي.
په شپږو بازوګانو پورې ځوړنده ډرون الوتکه شپږ پرونه هم لري چې څلور نيم کيلوګرامه وزن پورته کوي. ډرون له پلاستيکي موادو څخه جوړ دی چې بيټرۍ، د کمپيوټر نرم او کلک افزار او سربېره پر دې د موقعيت معلومولو يو سيستم هم لري. د ډرون الوتکې لاندې يو روبوټ بازو له داسې نوسيو سره سمبال دی چې له لېرې يعنې د رموټ په واسطه پرانيستېدای او بندېدای شي.
مرخیړي ته ورته د ماین پاکې الهانځور: Massoud Hassani
دغسې نوسي فلز موندونکې وسيله يا يو کوچنی بم لېږدولی شي، چې د حسني ورونو په خبره ماين ته چاودنه ورکوي. مسعود حسني وايي چې د دوی د پلان له مخې به ډرون يا بې پيلوټه الوتکه په هر ماين باندې جلا جلا يو بم ږدي. دی زياتوي: «موږ باور لرو چې ماينونه په دې ترتيب د اوسنيو تخنيکونو په پرتله شل برابره تېز له منځه وړلای شو.»
الوتکه لا په ازمايښتي پړاو کې ده
تر اوسه پورې دغو ورونو يوازې درې ازمايښتي الوتکې جوړې کړې او د هالنډ د پوځ په حضور نندارې ته وړاندې کړې دي. پوځ وايي چې د نورو ازمايښتونو په برخه کې به ورسره مرسته وکړي. د هالنډ د پوځ جګړن فرېد دې فريس، د فرانسې خبري اژانس ته دا خبره تائيد کړه چې د دغسې ډرونونو په مرسته د ماينونو په خنثی کولو کې د ډېر وخت سپما ممکنه ده. په افغانستان کې به د ماينونو د له منځه وړلو په موخه تر دې وروسته ازمايښتونه وشي. افغان ورونه وايي چې په هرې ډرون الوتکې باندې به څه نا څه ۱۰۰۰ يورو لګښت راشي. اوس هغوی د پيسو راټولولو په موخه د «کراود فانډينګ» کمپاين پيل کړی دی څو تقريبا ۹۰ زره يورو د وروستيو ازمايښتونو له پاره راټول کاندي. په راتلونکو څو مياشتو کې به هغوی افغانستان ته ورشي او تېستونه به تر سره کړي. دا به د حسني د ورونو له پاره لومړی ځل وي چې هغوی په ۹۰ يمو کلونو کې له کډوال کېدلو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنيږي.
د ملگرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۵ کال کې اعلان وکړ چې هر کال به د اپریل میاشتې په څلورمه نیټه د ماین د گواښونو په اړه د عامه پوهاوۍ او د ماینونو له پاکولو سره د مرسته کولو نړیواله ورځ ولمانځي. انځور: AP په افغانستان کې د ماینونو ۶۰ سلنه قربانیان ماشومان دي یو افغان ماشوم چې په کورنیو جگړو کې یې خپله پښه له لاسه ورکړې ده، په هرات کې د سره صلیب په دفتر کې په تمه دی چې ورته یوه مصنوعي پښه جوړه شي. په افغانستان کې ډیر وخت ماشومان د ماینونو قرباني کیږي.
انځور: picture-alliance/landov اتیا هیوادونو اوس هم ماین لرونکې سیمې لري هغه سیمې چې په کې د ماین گواښونه موجود وي، په یوې سرې علامې نښاني کیږي. اوس هم په نړۍ کې شاوخوا ۸۰ هیوادونو د ماین لرونکې سیمې لري. هر کال په ټولې نړۍ کې شاوخوا ۵۰۰۰ انسانان د ماینونو قربانۍ کیږي.
انځور: F.Mashuof ماینونه هره میاشت ۴۰ افغانان وژني د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې خلک د ماین د انفجار د یوې سیمې ننداره کوي. د وروستیو شمیرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې ۴۰ افغانان د ماینونو د انفجار له کبله وژل کیږي. تر دې څلور کاله مخکې دغه شمیر هره میاشت ۱۵۰ تنو ته رسیده.
انځور: F.Mashuof اوس هم ماینونه ایښودل کیږي یو ماین پاکوونکی نورو ماین پاکوونکو ته د لارښوونې په حال کې دی. که څه هم په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ماین پاکي فعالیتونه دوام لري، خو بیا هم د افغانستان ډیرې سیمې په ماینونو ککړې دي. په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې نه یوازې دا چې د ماینونو گواښ له منځه نه دی تللی، بلکې اوس هم په دې هیواد کې نوي ماینونه ښخیږي.
انځور: F.Mashuof په ښوونځیو کې د ماینونو د خطرونو په اړه معلوماتي برنامې افغان ماشومان په یوه داسې ځای کې لوبې کوي، چې په کې زاړه مهمات او جنگي وسایط پراته دي. په وروستیو کلونو کې ماشومانو ته په ښوونځیو کې هم د ماینونو د خطرونو په اړه معلومات ورکول کیږي.
انځور: F.Mashuof په ماین پاکۍ کې له یو ډول سپیانو څخه چې ډیر قوي شامه حس لري، کار اخیستل کیږي. په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې دغه ډول ډیر سپیان هم د ماین پاکۍ په جریان کې وژ ل شوي دي.
انځور: F.Mashuof ډیر شمیر ماین پاکوونکو هم وژل کیږي دغه انځورونه هغه ماین پاکوونکي ښيي چې د وظیفې په جریان کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل کیږي چې د دې له پاره چې ټول افغانستان له ماینونو څخه پاک شي، لس کاله وخت ته ضرورت شته.
انځور: F.Mashuof یو شمیر ماین پاکوونکي د ماین پاکوولو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په محفل کې. یو شمیر نړیوال سازمانونه د طالبانو له خوا د نوو ماینونو د ښخولو په اړه اندیښنه څرگندوي.
انځور: F.Mashuof یو افغان سرتیری یو شمیر راټول شوي مهمات ارزوي. راټول شوي مهمات لومړی یوه مشخص ځای ته انتقالیږي، او بیا وروسته ورته انفجار ورکول کیږي.
انځور: F.Mashuof ځینې وخت خو داسې هم کیږي، چې ماین پاکوونکي یوه سیمه له ماینونو پاکه اعلان کړي، او بیا وروسته په همدې سیمه کې خلک د ماینونو قرباني شي.
انځور: Demining Unit 6 مسعود هاشمي یو افغان ځوان دی چې له ماشوموالي څخه په هالند کې ژوند کوي. هغه یوه داسې اله جوړه کړې ده چې په دیر کم لگښت سره کولای شي ماین لرونکې سیمې پاکې کړي. ښاغلی هاشمې وایي چې غواړي له دې لارې له افغانانو سره مرسته وکړي.
انځور: Massoud Hassani