افغان ولسمشر حامد کرزی غواړي د طالبانو سره سوله وکړی
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۶, یکشنبه![ولسمشر حامد کری په کندوز کي طالبانو ته د خبرو کولو د غوښتني پر مهال](https://static.dw.com/image/5460687_800.webp)
مجله ليکي، چي په دې طرحه کي ټول هغه اړخونه راغلي دي، چي څنګه دطالباب مشران ګټل کيدای او د هغوئ جنګيالي څنګه بيرته په ټولنه کي ورګډيدای سي.
ددغه36مخيز سندد مخه، چي دشپيګل مجلې ته رسيدلی دي، ښايي د طالبانو مشرانو ته که د القاعدې سره خپلي اړيکي وشکوي په بل هيواد کي د اوسيدو دپاره لاره ورکړل سي.
د مطلب د مخه دطالبانو عادي جنګيالي که خپلي وسلي پر مځکه کښېږدي کومه سزا به ونه ويني،او عادي ژوند کولو ته به پرې ښودل سي.
مجله ليکي، چي ددې خبرو دپيل د وخت په هکله دکرزي او امريکايي پوځيانو ترمنځ يو والی نسته.
کرزی غواړي، چي داخبري ژر پيل کړي، خو امريکايان وايي، چي پريږدۍ چي طالبان د اعلام سوي سترو تعروضي عملياتو د لاري کمزوري سي.
دغه عمليات چي پتېيلي سوي دي د جون په مياشت کي په کندهار کي تر سره سي ولسمشر کرزي يې څوواري مخالفت کړی دی.
کرزي کندهار ته په خپل وروستي سفر کي د قومي مشرانو سره په غونډه کي وويل، چي عمليات به ستاسو په غوښتنه تر سره کيږي.
dpa/رحيله اميري
کتونکی. زيارمل