1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پولیسو د بې اولادۍ د علاج دوه فریبکاران نیولي

۱۳۹۸ دی ۱۲, پنجشنبه

افغان پولیسو دوه داسې کسان نیولي چې ښځو ته به یې د بې اولادۍ د مشکل د حل کولو فریب ورکوه او په حقیقت کې یې له دوی سره د جنسي اړیکو له پاره چل کوه. د کورنیو چارو وزارت په حواله دغه کسان په نیمروز ولایت کې نیول شوي دي.

Symbolbild Gewalt Frauen Schutz
انځور: picture-alliance/PIXSELL/Puklavec

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دوی پولیسو دوه تنه داسې فریبکاران نیولي دي چې میرمنو ته به یې د بې اولادۍ د ستونزې د حلولو په برخه کې فریب او چل ورکوو خو په حقیقت کې به یې له دغو میرمنو سره جنسي اړیکي ټینګولې. د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي، وویل چې دغو فریبکارانو خپل ځانونه د شفا ورکونکو په توګه معرفي کړي وو، خو په اصل کې دوی له قربانیانو سره د فریب او چل له لارې جنسي اړیکي ټینګولې.

د رحیمي په خبره دغه دوه تنه فریبکاران یې په نیمروز ولایت کې نیولي دي. د نوموړي په خبره دوی به تر ډیره پورې هغه واده شوې میرمنې هدف ګرځولې چې اولادونه یې نه کیدل. دوی به یادو میرمنو ته د دوی د بې اولادۍ د حل کولو ادعاوې کولې. رحیمي وویل چې دوی به له دغو ښځو څخه د جنسي اړیکو غوښتنه کوله او زیاتوي چې دواړو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

انځور: Getty Images/AFP/M. Sharma

په افغانستان کې پر هغو میرمنو باندې زیات ټولنیز فشارونه راځي چې تر واده وروسته ماشومان نه زیږوي ځکه دغه میرمنې ویره لري چې د ماشوم د نه زیږیدو په صورت کې به یې میړونه بل واده وکړي. د لومړي ځل له پاره له افغان میرمنو څخه د دغه راز ناوړه جنسي استفادې په هکله راپورونه هغه وخت خپاره شول چې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه تش په نامه ملا اړوند له میرمنو څخه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې ویډیو ګانې خپرې شوې.

په فاریاب ولایت کې د ملا لنډي په نامه دغه ملا به له هغو میرمنو څخه ویډیويي فلمونه ثبتول له کومو سره یې چې جنسي اړیکي ټینګې کړې وې او بیا وروسته به یې دغه ویډیوګانو د دوی پر ضد کارولې او د جنسي اړیکو غوښتنه به یې ترې کوله.امریکا په یمن کې د سعودي عربستان د هوایې بریدونو ملاتړ بندوي

د ملا لنډي په نامه دغه تش په نامه ملا اوسمهال تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې دی او نوموړی تر اوسه پورې په پټه ژوند کوي. په افغانستان کې یو شمیر دیني علماوو د نوموړي د سنګسارولو حکم کړی او د فاریاب والي بیا د نوموړي موندونکي کس ته د خپل موټر د ورکولو ژمنه کړې ده.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب