1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان ځواکونه د طالبانو سیمه ایز قوماندانان په نخښه کوي

۱۳۹۷ آذر ۲۳, جمعه

امنيتي چارواکو ویلي دي چې افغان ځواکونه د طالبانو سیمه ایز قوماندانان په نخښه کوي. د طالبانو دغو قوماندانانو ته د سولې د ممکنه خبرو پر وړاندې د یوه خنډ په توګه کتل کیږي.

Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د امنیتي سرچینو په حواله، له هغه وروسته چې په افغانستان کې د سولي د خبرو اترو موضوع توده شوې ده، افغان امنیتي ځواکونو پر طالبانو باندې د فشار په موخه د دوی د سیمه ایزو قوماندانو په نخښه کول پیل کړي دي. د چارواکو په وینا د طالبانو دغه سیمه ایز قوماندانان د سولې د احتمالي خبرو پر وړاندي خنډ ګرځیدلي دي.

د روان میلادي کال د دسمبر میاشتې پر دوهمه نیټه د هلمند ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي او د دې ډلې غښتلی قوماندان عبدالمنان د افغان ځانګړو ځواکونو او امریکايي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

تر دې پیښې دوې ورځې وروسته د غور او پکتیکا ولایتونو له پاره د طالبانو والیان یو په بل پسې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول. د غور له پاره د طالبانو نومول شوی والي د تیرې شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې ۸مه) په هلمند ولایت کې ووژل شو.

د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط وویل چې د طالبانو سیمه ایز قوماندانان د سولې د خبرو پر وړاندې یو له سترو خنډونو څخه دي، ځکه دوی د جګړې په ډګر کې د ګټلو باور لري. نوموړي چې پر دغې موضوع یې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه درلوده همدا راز وویل چې پلان داسې طرح شوی دی چې دوی [د طالبانو قوماندانان] له منځه یوړل شي څو د [سولې] راتلونکو خبرو ته زمینه برابره شي.

انځور: DW/H. Hashimi

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بیا وايي چې حکومت به ټول توان سره هغه خنډونه له مخه ليري کړي چې د سولې او ثبات پر وړاندي پراته دي. تر دې وړاندې هم د طالبانو جګپوړي قوماندانان به په دوامدره توګه په نخښه کیدل خو په دې وروستیو میاشتو کې پر طالبانو باندې د جګړې په ډګر کې د لا ډیر فشار په موخه دغې لړۍ زور اخیستی دی.

د طالبانو د جګپوړو قوماندانانو د په نخښه کولو لړۍ داسې مهال زور اخیستی دی چې د سولې په هکله خبرې هم تر پخوا جدي پړاو ته داخلې شوي دي او راتلونکی کال افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له پاره هم چمتو والی نیسي.

د روان میلادي کال په اګست میاشت کې طالبانو کابل ته څیرمه پر غزني ولایت ډله ایز برید وکړ او د لنډې مودې له پاره یې د غزني د ښار ځینې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستې. له ۲۰۱۴م کال راهیسې هغه مهال چې ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل جګړه ایز ماموریت پای ته ورساوه، طالبانو د افغانستان د ځینو سیمو په نیولو کې پرمختګونه لرلي دي چې په پایله کې یې حکومت د هیواد له درو برخو څخه پر دوو برخو واک لري. بل لوري ته وروسته له هغې چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وټاکه، په افغانستان کې هم جګړې زور اخیستی دی.

انځور: Getty Images/AFP/Z. Hashimi

دقیق هدف

له هغه وروسته چې د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې سکاټ میلر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو، په دې وروستیو اونیو کې د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي او ځمکني عملیاتو کې هم ډیروالی راغلی دی. سکاټ میلر د افغانستان پر امنیتي ځواکونو فشار راوړی چې په هر راز خبرو کې د لاس بر والي له پاره بریدونو ته زور ورکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال ډیويډ بټلر په دې هکله وویل: «موږ د طالبانو او حکومت تر منځ د پخلاینې له پاره د وضعیت د برابرولو په هدف خپل ملاتړ او د دقیق هدف نیونې جنګي امکانات تر پخوا ډیر او په اغیزمنه توګه تنظیم کړي دي.» نوموړي همدا راز زیاته کړې ده چې موږ د طالبانو د دغو مشرانو مرګ ډیر پریکړه کوونکی نه ګڼو، او له بده مرغه تر هغه وخته پوري چې طالبانو جګړه نه وي درولې، ډير به يې ووژل شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې هوايي بریدونو زور اخیستی، ورسره سم د ملکي تلفاتو د ډيرښت خطر هم لوړ شوی دی. خو بیا هم افغان امنيتي چارواکي وايي چې پر دې خطر سربیره بیا هم، د طالبانو د ځايي قوماندانانو وژل یو مهم هدف دی.

انځور: Reuters/A. Usyan

دغه چارواکي وايي چې له هغه وروسته چې په ۲۰۱۶م کال کې په پاکستان کې طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه هوايي برید کې ووژل شو، د طالبانو سیمه ایزو قوماندانانو په خپلو سیمو کې پر مالي امکاناتو باندې خپل کنترول تر پخوا ډیر غوړولی دی.

ملا منصور د ملا عمر تر مرګ وروسته د طالبانو د مالي اړخ کنترول په خپل لاس کې واخیست او دایې ډاډمنول چې د طالبانو سیمه ایز قوماندانان دې تر لاسه شوي امکانات مشرتابه ته وسپاري، څو په راتلونکې کې په ښه توګه وویشل شي. د ملا منصور تر مرګ وروسته، د طالبانو اوسني مشر ملا هیبت الله اخندزاده بیا دغه سیستم بدل کړ او د طالبانو سیمه ایز قوماندانانو ته یې پر مالي امکاناتو د ډیر کنترول اجازه او خپلواکي ورکړې ده. دا په دې معنی چې د طالبانو ډير سیمه ایز قوماندانان د بې قانونۍ او جګړې په دوام کې خپلې ګټې ويني.

د افغانستان په حکومت کې یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښوولو په صورت کې وویل چې د طالبانو ځايي قوماندانانو ته ویل شوي چې د خپلې ولکې په سیمو کې مالي امکانات په خپله پیدا کړي. د نوموړي چارواکي په حواله په دې توګه د طالبانو ځايي مشران ډیر بډای شوي او دوی په هیڅ صورت د سولې غوښتونکي نه دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب