افغان ملي اردو او نور امنیتي ځواکونه د شنبې په ورځ د خانشین ولسوالۍ مرکز ته ورسیدل. د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې دغه ولسوالۍ اوس بیرته د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلې ده.
هغه زیاته کړې ده: «دغه ولسوالۍ اوس [له طالبانو] پاکه شوې ده. یو افغان سرتیری او ۱۸ طالبان وژل شوي دي.»
طالبانو د جمعې په ورځ د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ باندې عملیات پیل کړل او د دغه ولسوالۍ مرکز یې تر خپل کنترول لاندې راوست. یوازې په وروستیو څو میاشتو کې طالبانو دوه وارې پرخانشین ولسوالۍ باندې بریدونه کړي دي.
د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي میر احمد خان، له طالبانو څخه د خانشین ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر تایید کړی دی.
طالبانو په وروستیو میاشتو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د افغانستان د بیا رغونې بهیر د څار ادارې یا سیګار له خوا په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې افغان ځواکونه اوس په ځینو برخو کې له طالبانو څخه د سیمو د ساتلو توان نه لري.
په رپوټ کې راغلي دي: «د روان کال د مې میاشتې په پای کې افغان حکومت د افغانستان د ولسوالیو ۶۵،۶ سلنه برخه کنتروله. دغه سلنه د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې ۷۰،۵ سلنه وه.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.06.2015):
ځایي اتل: عبدالغفور شپږ زره ماینونه شنډ کړي
عبدالغفور افغانیار، د افغانستان د پولیسو هغه یو افسر دی چې په پولیسو کې د خپلې دندې له پیل راهیسې یې په ناامنه ولایت هلمند کې شپږ زره ماینونه شنډ کړي دي. تر اته میاشتې دمخه هغه په خالي لاسونو بمونه شنډول.
انځور: Police Handoutعبدالغفور افغانیار، هغه ځوان دی چې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې يې د افغانستان په ملي پولیسو کې دنده پیل کړه.
انځور: Police Handoutهغه په لومړي سر کې په پولیسو کې معمولي دنده درلوده او په هلمند ولایت کې یې کار کاوه.
انځور: Police Handoutعبدالغفور چې کله په دې پوه شو چې ماینونه او بمونه د ملکي کسانو د سترې مرگ ژوبلې سبب گرځي، نو د چاودیدونکو توکو د شنډولو څانگې ته ورغی.
انځور: Police Handoutامریکایي ځانگړو ځواکونو هغه ته په لنډه موده کې روزنه ورکړه او د ماینونو په شنډولو یې پیل وکړ.
انځور: Police Handoutعبدالغفور، تر همدا تیرو اتو میاشتو پورې په تشو لاسونو بمونه شنډول. هغه وایي چې یوه ورځ یې آن تر ۴۰۰ ماینونه شنډ کړي دي، چې د طالبانو په یوه ډیپو کې کشف شول.
انځور: Police Handoutعبدالغفور له هغه وخته چې د ماینونو د شنډولو په برخه کې په کار پیل کړی دی، په دې توانیدلی دی چې تر شپږو زرو زیات ماینونه، بمونه او چاودیدونکي توکي شنډ کاندي.
انځور: Police Handoutد افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وروستیو وختونو کې د هغه کار وستایه او هغه لومړي ساتنمن رتبې ته ترفیع وکړه. په دغه انځور کې عبدالغفور د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین جنرال محمد ایوب سالنگي سره لیدل کیږي.
انځور: Police Handoutد سیمي خلک وایي چې عبدالغفور د چاودیدونکو توکو په شنډولو سره د ډیرو خلکو ژوند ژغورلی دی.
انځور: Police Handoutهلمند د افغانستا يو له ناامنو ولايتونو څخه دی چې تل پکښې د یاغیانو له لوري ماینونه ځای پر ځای کیږي. زیاتره وخت ملکي کسان د دغو بمونو قرباني کیږي.
انځور: Police Handoutځایي خلک عبدالغفور د یوه ځایي اتل په توگه پیژني او هغه ته ځانگړي احترام لري.
انځور: Police Handout