افغان ځواکونو د تاله و برفک ولسوالۍ بیرته نیولې
۱۳۹۵ اسفند ۱۳, جمعهاعلان
د بغلان د والي ویاند محمد حقمل، د جمعې په ورځ وویل چې افغان امنیتي ځواکونو طالب جنګیالي له تاله و برفک ولسوالۍ څخه پر شا تمبولي دي. هغه زیاته کړې ده چې په جګړه کې ۱۰ طالبان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې د پوځ دوه سرتیري هم ټپیان شوي دي.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ تاله و برفک ولسوالۍ نیولې وه. لا تر اوسه پوري طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په یوه بله پیښه کې د ننګرهار ولایت د پولیسو قوماند جنرال ګل آغا رحماني، ویلي دي چې د ناټو یوه هوایي برید په ده بالا ولسوالۍ کې د داعش ۲۰ غړي وژلي دي.
په وروستیو وختونو کې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی خو د دواړو اړخونو په جګړه کې ډیر وخت ملکي وګړي وژل کیږي.