شخړي
افغان ځواکونو د طالبانو له زندانه ۳۸ کسان آزاد کړي
۱۳۹۷ بهمن ۸, دوشنبه![Afghanistan NATO-Training für afghanische Sonderkomandos](https://static.dw.com/image/41348260_800.webp)
اعلان
د غزني د والي ویاند عارف نوري، ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې چي د دوشنبې په شپه تر سره شوي دي، د طالبانو نهه غړي وژل شوي او نهه تنه نور نیول شوي دي. عملیات په آب بند ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
نوري زیاته کړې ده چې په عملیاتو کې د طالبانو د وسلو یو ډیپو، د دغې ډلي یوه روغتیايي ودانۍ او له چادیدونکو مواډو ډک موټر او موټرسایکل هم له منځه تللي دي.
په وروستیو وختونو کې افغان حکومت او طالبانو یو پر بل باندي بریدونو ته زور ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو هم د زلمي خلیلزاد په مشرتوب، یوه ډله ګومارلي چې په افغانستان کې له ۱۷ کلونو راهيسي رواني جګړې ته د پای ټکي وموندي.