"افغان ځواک ډيرو ښکاري الوتکو ته اړتيا لري"
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبهد افغانستان ددفاع وزارت هروخت ويلي دي، چي هوايي ځواک ئې په هغه اندازه الوتکي نه لري چي کورنیو پوځي ماموریتونو ته جواب ووايي.
د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي، د امریکا دولت افغان پوځ شلو دانو ښکاري جیټ الوتکو د اخیستلو له پاره شاوخوا درې سوه ميلیونه امریکايي ډالر بېل کړي دي.
د راپورونو له مخي د امریکا دولت یو شمیر نړیوالو شرکتونو ته وړاندیز کړی دئ چي د دغو جنګي الوتکو د برابرولو له پاره دوی ته خپل وړاندیزونه د يوې مياشتي په موده کي وسپاري.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظیمي د امریکا ددغي ژمني تود هرکلی کوي، ځکه د هغه په وينا دغه شمیر الوتکي چي افغان ځواکونو ته ورکړل سوي دي او ورکول کيږي اوسنیو حالاتو ته په کتو سره بسنه نه کوي.
د مهال ویش له مخي به د امریکا دولت تر ۲۰۱۴ کال پوري افغان پوځ ته ۱۴۶ ډول ډول الوتکي په واک کي ورکوي.
د عظیمي په خبره په هوايي ځواکونو کي د الوتکو د شمیر زیاتوالی د حالاتو له سمون سره نیغي اړیکي لري:
«افغان حکومت د دغي طرحي هرکلی کوي، دا به له ترهګرۍ سره په روانه جګړه کي د افغان عسکرو وړتیا نوره هم لوړه کړي، د یوې هوکړي له مخي به د امریکا دولت ۱۴۶ الوتکي تر راتلونکو دوو کلونو پوري موږ ته سپاري. خو پردغه ژمني باندي بايد له سره غور وشي او د الوتکو په شمیر کي زیاتوالی راشي.»
د پوځي چارو يو شمېر کارپوهان د ترهګرو د ځالو په له مینځه وړلو کي د هوايي ځواکونو رول اغیزمن بولي خو ټینګار کوي چي له بده مرغه تر اوسه پوري د افغان هوايي حریم اختیار د افغان حکومت په واک کي نه دئ.
د افغان پوځ پخوانی جنرال نورالحق علومي وايي، چي که افغان پوځ ته دغه ژمنه سوي الوتکي ورکړل سي، د کورنيو ستونزو د هوارولو له پاره به يو څه وکړي:«خو دا چي د سیمي په کچه ځواکیز انډول ولرو، دا امکان نه لري.»
رپوټونه وایې چي د امریکا دولت افغان هوایي ځواکونو ته د ۲۰ جنګي الوتکو د اخیستلو تړون څه موده دمخه له یوه برازیلي شرکت سره لاسلیک کړی وو خو د ناڅرګندو دلایلو له مخي دا تړون لغوه شوی دئ.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل