1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغان چارواکو د حکیم الکوزي کار بند کړ

۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

په کابل کي مسؤلو چارواکو د شخړه ایز یوناني طبیب، حکیم الکوزي کار بند کړ، چي ګواکي درمل یې د کرونا ویروس ضد دی او ناروغان جوړوي. دا پداسي حال کي ده، چي پرون دوشنبه هم په سل هاوو کسان د هغه د کلینیک مخته راټول سوي وه.

Medizin Ausstellung in Kabul
انځور: DW/Hussain Sirat

دغه خبره په کابل کي روغتايي چارواکو کړې ده. چارواکو تر دې یوه ورځ دمخه د هغه دوا ضبط کړه، تر څو د هغه ترکیب معلوم کړي. د حکیم الکوزي په نامه یونانی طبیب ادعأ کوي، چي د کرونا ویروس پر ضد یې اغیزمنه دوأ کشف کړې ده. تر دې وروسته په افغاني رسنیو کي سخت جنجالونه او ضدونقیض بحثونه رامنځته سول. ډاکټرانو او صحي مسؤلینو پر هغه باندي انتقاد وکړ او هغه يې په دې تورن کړ، چي خلګو ته غلطه او بې معنی امیدواري ورکوي.

د رسنیو په حواله بیا په سلهاوو خلګ د هغه د کلینیک مخته پدې امید سره راټول سوي وه، چي دوا په لاس راوړي او جوړ سي.

په افغانستان کي په اوس وخت کي ۱۵۷۵۰ کسان په کرونا ویروس باندي اخته دي، خو کیدلای سي د هغوی تعداد تر دې هم ډیر وي، ځکه چي ډیر لږ کسان ټِست سوي دي. تر څلورو لسیزو جنګونو او بحران وروسته افغانستان د نورو تر څنګ د طبي امکاناتو د سخت قلت سره مخامخ دی. خصوصأ د کرونا بحران پر وخت په هر شي کي کمبود لیدل کیږي، نه یې صحي پرسونل سته او نه یې هم طبي وسایل.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب