افغان چارواکي: ارغنج خوا ولسوالي مو بیرته ونيوله
۱۳۹۸ فروردین ۱۳, سهشنبهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو د تیرې شنبې په ورځ د ۱۲ امنیتي ځواکونو تر وژلو وروسته د بدخشان ولایت دغه ولسوالي نیولې وه.
د نصرت رحیمي په خبره په تصفیوي عملیاتو کې ۱۴ طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي خبري آژانس په حواله د طالبانو ویاند ویلي دي چې جنګیالیو يې د پوځي تجهیزاتو تر نیولو وروسته دغه ولسوالي پریښې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند قیس منګل ویلي دي چې په نمروز ولایت کې په یوه بله پيښه کې طالبانو په خاشرود ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه مرکز باندې برید کړی دی چې په پایله کې یي درې افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د هغه په خبره په پيښه کې شپږ افغان ځواکونه ټپیان شوي هم دي.
د دفاع وزارت د ویاند په خبره په دغه ولسوالۍ کې په متقابله نښته کې ۳۴ طالبان هم وژل شوي دي او لس نور بیا ټپیان شوي دي.
آژانس زیاته کړې ده چې جګپوړو افغان چارواکو خبرداری ورکړی وو چې په راتلونکي کال کې به طالبان خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
رپوټ زیاتوي چې له امریکا متحده ایالاتو سره پر خبرو اترو سربیره، طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
(sr/nz (dpa