1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي: پر يوه مارکيت د هاوان برید ۱۴ کسان وژلي

۱۳۹۸ تیر ۱۵, شنبه

افغان چارواکو ويلي چې د وسله والو طالبانو له خوا د فارياب پر يوه بازار چې ډیره گڼه گوڼه پکښې وي، د هاوان بريدونو لږ تر لږه ۱۴ کسان وژلي او تر ۳۰ زيات یې ټپيان کړي دي. خو طالبانو یې بيا پړه پر حکومت اچولې ده.

Karte Afghanistan Provinz Faryab Deutsch
انځور: DW

د فارياب د پولیسو وياند عبدالکريم يورش، د اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي چې دا پېښه د جمعې په ورځ (د جولای میاشتې ۵ مه نیټه) په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه چې د هاوان د دې بريدونو هدف د امنيتي ځواکونو يوه پوسته وه چې دغه بازار ته څېرمه پرته ده.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د هاوان دغه مرمۍ د يوې نښتې پر وخت د حکومتي ځواکونو له خوا فاير کړل شوي دي.

په همدې منځ کې د جمعې په ورځ په فراه او هرات ولایتونو کې د امنيتي ځواکونو ۱۸ تنه غړي د طالبانو په جلا جلا بريدونو کې وژل شوي دي.

وسله وال طالبان په داسې حال کې پر افغان امنيتي ځواک بريدونو ترسره کوي چې په دوحه کې له امريکا متحده ایالاتو سره د سولې په خبرو اترو بوخت دي. د يکشنبې په ورځ د قطر په پلازمينه دوحه کې د کوربه هېواد او آلمان په منځگړیتوب د يوې بين الافغاني غونډې تابيا هم نيول شوې ده.

bs/sn (AP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب