1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي: پر کندز مو د طالبانو يرغل پر شا تمبولی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

افغان چارواکو د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې پر کندز ښار یې د طالبانو د يوه دروند يرغل مخه نيولې ده. کندز دوه وارې د لنډې مودې له پاره د طالبانو لاسو ته لويدلی وو.

Afghanistan Selbstmordattentat während andauernder Kämpfe in Kundus
انځور: Reuters/Afghan Interior Ministry

د افغانستان د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې طالب وسله والو دوشنبه د شپې کابو يوه بجه د کندز ښار په شا او خوا کې پر پرتو د افغان امنيتي ځواک پوستو بريدونه وکړل.

د دفاع وزارت په حواله په دې ترڅ کې څو ساعته نښتنه وشوه: «د هوايي ځواک په مرسته دغه بريد پر شا وتمبول شو. يولیس طالب وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.»

طالبانو په دې وروستيو کې خپلو بريدونه ته زور ورکړی دی او حکومتي ځواکونه او وسله والو په ډېرو لیرو پرتو سيمو کې مخامخ نښتې کړي دي خو کندز ښار ته د ننوتو هڅې ته د جگړې د پراخيدو په سترگه کتل کيږي.

په شمال کې د پوځ يوه وياند هادي جمال د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د دغه يرغل په ترڅ کې طالب وسله وال د يوه عسکر په وژلو سره يوه پوسته لنډ وخت نيولې وه، خو هغوی ډېر ژر د افغان ځواکونو له خوا پر شا وتمبول شول.

وسله والو طالبانو سملاسي په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. يادې ډلې د ۲۰۱۵م کال په سبتمبر مياشت کې او تر هغه يو کال وروسته دغه ښار د لنډې مودې له پاره نيولی وو.

تیره ورځ هم طالبانو په غزني کې د يوه موټر بم بريد په پايله کې د ملي امنيت ۷ تنه پرسونل ووژل. همدا شان تیره اوونۍ په کابل کې پر يوه زيږنتون يوه بريد د ۲۴ تنو ژوند واخيست چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل ول. خو طالبانو د دې بريد پړه نه ده منلې.

چارواکي وايي چې د طالبانو دا تازه بريدونه د هغوی د نااعلان شويو پسرلنيو عملیاتو برخه ده. زياته شوې ده چې له امريکا متحده ایالاتو سره په قطر کې د فیبرورۍ پر ۲۹ نیټه  د تړون له لاسليکيدو راهيسې طالبانو تر ۳۸۰۰ زيات بريدونه کړي دي او ۴۲۰ ملکيان یې وژلي او ۹۰۶ یې ټپيان کړي دي.

bs/nz (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل