افغان چارواکي: په شمال کې د هیروینو د ۵۰۰ تولیدځایونو د شتون خبره ناسمه ده
۱۳۸۹ دی ۴, شنبهروسیه وایې چې د افغانستان هیروینو له سخت ګواښ سره مخامخ کړي ده. سرګي ایوانوف ویلي چې په دې اړه دوي شدیده اندیښنه لري او څو څو ځله یې د کابل له حکومت سره خپله اندیښنه شریکه کړي ده. ښاغلي ایوانوف ویلي هغه معلومات چې دوي په دې برخه کې تر لاسه کړي پخلی یې د پاکستان د څارګرې ادارې له لوري هم سوی دی.
که څه هم افغانستان د نړۍ په کچه د هیروینو د تولید تر ټولو ستر هیواد بلل کیږي خو افغان دولت وایې چې دوي د مسکو دغه تور ردوي او داسي راپور نسته چې په بدخشان کې دې په دومره غټ شمیر د مخدره توکو تولید ځایونه شتون ولري. له مخدره توکوسره د مبارزې د وزارت ویاند عبدالقیوم ثامر وايي:
«که چیرته د روسې دغه تور سم وي نو هغوي کولای سي چې د هیروینود دغو فابریکو د شتون په اړه مونږ ته شواهد او مدارک وړاندي کړي، په ټوله کې دا یوازي تورونه دي چې مونږ یې ردوو».
د روسیې له نشه یې توکو سره د مبارزې د ادارې مشر همدا راز ویلي هغه نشه یې توکوي چې په افغانستان کې تولیدیږي د یوې پیاوړې مافیایې کړۍ له لوري د منځنۍ آسیا د هیوادونو له لاري روسیې ته لیږدول کیږي. هغه ویلي چې د دغو مافیایې ډلو ځيني مشران یې د منځنۍ آسیا تر هیوادونو ډیر بډایه دي. ايوانوف پدې هکله ويلي دي:
«اوس مونږ په دې کار کوو چې د دغو مافیایې ډلو د پیسو د خوندې کولو سرچینې وپیژنو او کنګل یې کړو، د دغو ډلو مشران په خپلو کورنو کې ناست دي او بانکي حسابونو ته یې د مخدره توکو د مافیایې له برخې په ملیونونو ډالر ورځي، که چېرې د دوي شتمنې دولت ته په لاس ورسي د هغو کسانو درملنه به پرې وکړي چې به نشه یې توکو روږدي دي».
له بل لوري د بدخشان والي شاولي ادیب بیا د هندوکش په څنډو کې د یو شمیر داسي تولیدو ځایونو د شتون پخلی کوي خووایې چې هغوي داسي مواد په واک کې نه لري چې تریاک په هیروینو بدل کړي. شاولي اديب پدې هکله وايي:
«د مخدره توکو قاچاقوړونکي په یو شمیر درو کې ګرځنده لابراتوارونه جوړوي، او بیا د هیروینو په پروسس پیل کوي خو کله چې مونږ د دغو سیمو په اړه راپورونه تر لاسه کوو، هلته پولیس ورلیږو».
خو د افغانستان د نشه یې توکو سره د مبارې د ادارې ویاند وایې چې روسیه باید خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي او د افغانستان له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیس دا وړتیا لري چې که چیرته ورته کره استخباراتي معلومات وسپارل سي د دغه ډول تولید ځایونو پر ضد عملیات تر سره کړي.
«له مخدره توکو سره زمونږ د مبارزې پولیس دا وړتیا لري چې عملیات تر سره کړي، هغوي دې په دې امر ژمن وي چې په خپله خاوره کې له مخدره توکو سره مبارزه وکړي د افغانستان حکومت د ګاونډیانو او د سیمې د هیوادونو په همکارۍ ژمن دی چې له مخدره توکو سره مبارزه وکړي».
مسکو په داسي حال کې په بدخشان ولایت کې د مخدره توکو د سلګونو فابریکو د شتون خبره کوي چې څه موده دمخه د روسیې څو افسرانو په هغو عملیاتو کې ونډه واخیسته چې د ملک په ختیځ کې د نشه یې توکو د لابراتوارونو پر ضد تر سره سول.
د دغو عملیاتو مشري ناټو کوله خو د روسیې له نشه یې توکو سره د مبارزې د ادارې دریو اجنټانو هم پکې برخه لرله. په دغو عملیاتو کې د روسي عسکرو شتون د افغان دولت سخت غبرګون را وپاراوه هان دا چې ولسمشر کرزي د روسې سرتیرو دغه عملیات د خپل ملک په ځمکنۍ بشپړتیا بریده ته ورته وباله.
ميرويس جلالزی / کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی