1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان چارواکي: په فراه کې ۳۰ پولیس وژل شوي

۱۳۹۷ آبان ۲۴, پنجشنبه

د افغان چارواکو په وینا تیره شپه په فراه ولایت کې د طالبانو په برید کې ۳۰ پولیس وژل شوي دي. له تیرې څه مودې راهیسې د فراه په ولایت کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

Afghanistan Alltag in Herat nach dem Taliban Angriff
انځور: DW/H. Hashimi

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د فراه ولایتي شورا غړي داد الله قانع، ویلي دي چې په خاک سفید په ولسوالۍ کې د طالبانو برید د چهارشنبې د شپې ناوخته پیل شو او څلور ساعته یې دوام وکړ.

په کابل کې د ولسي جرګې غړي سمیع الله صمیم ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې د ولسوالۍ د امنیې قوماندان عبدالجبار هم شامل دی. د هغه په خبره طالبان پر دې توانیدلي چې یو شمیر وسلې او مهمات له ځانه سره یوسي. د سمیع الله صمیم په خبره په ځوابي هوایي بریدونوکې ۱۷ طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په وروستیو کې د ټول افغانستان په کچه خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې افغان امنیتي ځواکونو ته مخ پر ډیریدونکو تلفاتو د اوښتو سبب شوي دي.

په داسې حال کې چې افغان چارواکي په دوامداره توګه د افغان امنیتي سرتیرو د تلفاتو په هکله معلومات نه خپروي، خو غیر رسمي وړاندوینې ښيي چې په ورځني ډول شاوخوا ۴۵ تنه افغان امنیتي سرتیري وژل او یا ټپیان کیږي.

په واشنګټن کې د جان هپکنز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو د پوهنځي ګډونوالو ته اشرف غني د تیرې دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۱۲مه) په یوه ویډیويي وینا کې وویل چې «طالبان د ګټلو په موقف کې نه دي». د هغه په خبره امنیتي ځواکونه ته اوښتې زیاتره مرګ ژوبله چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې ۲۸ زره او ۵۲۹ تنو ته رسیږي د هغو ځایونو د دفاع پر مهال رامنځ ته شوې ده چې دوی په کې مستقر دي. هغه زیاته کړې ده چې له دې کبله حکومت د ځواکونو د ځای پر ځای کیدو د څرنګوالي په هکله له سره فکر کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب