1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان چارواکي: کابل کې چاودنې لس تنه ټپیان کړي

۱۳۹۸ خرداد ۶, دوشنبه

د افغان چارواکو په وینا په کابل کې چاودنې لس تنه ټپیان کړي دي. چاودنه د حج او اوقافو وزارت د مامورینو پر موټر شوې چې یو مقناطسي بم ورپورې نښلول شوی وو.

Kabul Polizei sichert Anschlagsort
انځور: Reuters/O. Sobhani

اسوشیتد پرس خبري آژانس د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامز له قوله ویلي دي چې په ټپیانو کې د یوه وضعیت کړکیچن دی.

د دغه وزارت یوه کارکوونکي عرب حیدر، ویلي دي چې ټول ټپیان د وزارت کارکوونکي دي چې د چاودنې پر مهال د خپل کار پر لور روان وو. چاودنه د دوشنبې په سهار رامنځ ته شوې ده.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو طالبان او داعش په کابل کې معمولا بریدونه تر سره کوي.

دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چې په کابل کې وسله والو یوه مشهور دیني عالم مولوي شبیر احمد کاموي وواژه. د تیرې جمعې په ورځ هم په کابل کې په مسجد کې یوې چاودنې مشهور دیني عالم مولوي سمیع الله ریحان وژلی وو.

sr/bs (AP)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب