افغان ډیپلومات: سفارت به د ایران د خارجه وزارت ته وسپارو
صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ اسفند ۴, پنجشنبه
په تهران کي د افغانستان د سفارت يوې سرچينې ويلي دي چي دوی د طالبانو تر ادارې لاندي کار نه سي کولای او پتېيلې يې ده چي سفارت د ايران د بهرنيو چارو وزارت ته وسپاري.
اعلان
څو ورځي مخکي داسي راپورونه خپاره سول چي ګويا طالبانو دغه سفارت ته خپل استازی معرفي کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه د خپل ډیپلوماټ د استولو په اړه څه نه دي ویلي او د دویچه ویله هڅو هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د رسمي نظر د ترلاسه کولو له پاره کومه نتیجه نه ده ورکړې.
خو په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي دویچه ویله ته تایید کړه چې فضل محمد حقاني به په تهران کې د افغانستان د سفارت د مشر په توګه خپله دنده پیل کړي.
همدارنګه په هرات ولایت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت استازي مولوي شیر احمد عمار مهاجر دویچه ویله ته وویل: «په ایران کې د افغانستان د سفارت د تسلیمیدو له پاره ټول چمتووالی د دیپلوماسۍ له لاري نیول سوی او ښاغلی فضل محمد حقاني به په ایران کې د افغانستان د سفارت د مشر په توګه معرفي سي.»
د ایران د سطرنج لوبې اتله سارا خادم الشریعه چې د قزافستان په پلازمېنې الماتا کې د سطرنج د نړیوال جام په سیالیو کې بی له حجابه د ایران له بیرغ سره ګډون وکړ غواړي هسپانيا ته مهاجره شي. تر علي رضا فیروزجا وروسته دا په ایران کې د سطرنج تر ټولو دویمه پیاوړې لوبغاړې ده، چې د خپل هیواد نوم یي روښانه کړی دی.
انځور: Lennart Ootes/FIDE/REUTERS
په تهران کې د بسیج دفتر ته اور اچول شوی
د دانشجو خبري آژانس په وینا، د تهران د آزاد پوهنتون د بسیج دفتر ته (د دسمبر میاشتې پر ۲۹ نیټه) سهار ۴ بجې د یوه نامعلوم کس له خوا اور اچول شوی وو. ویل کیږي دغه کس پوهنتون ته تر ننوتلو وروسته پر دفتر له اورلګونکي موادو سره برید کړی دی. اور د ښځو او د بسیج دفتر بهرنۍ برخې ته زیان اړولی دی.
انځور: Hamshahri Online
«پر خپل قیمتي ژوند رحم وکړئ»
په فرانسه کې د میشت ایراني محصل تر ځان وژنې وروسته حامد اسماعیلیون ولیکل: «کاش ستا له دې پریکړې مخکې ما تاسره لیدلي وای او تا ته مې ویلي وای چې موږ دوی ته ماته ورکوو. ستا د قیمتي او خوږ ژوند په ضایع کیدو سل ځله افسوس کوم.» ډیر شمیر ایرانیانو او د لیون ښار اوسیدونکو د محمد مرادي په یاد کې شمعې روښانه کړې.
انځور: Maxime Jegat/MAXPPP/dpa/picture alliance
د تهران بدله شوې څیره
دا د لندن، پاریس یا نیویارک کومه کوڅه نه ده. دا د کریسمس لومړۍ ورځ یعنې د دسمبر ۲۵ نیټه او د ایران د مرزایې شیرازي سړک دی.
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance
دار او له سترګو وینې
د ایراني جشن یلدا څخه لږ مخکې یو شمیر ایرانیان د هالنډ پارلمان مخته را ټول شول او تمثیل یي کړ چې په ایران کې له مظاهره کوونکو سره څه کیږي. په غاړه پړی، لاسونه تر شا تړلي او له سترګو نه وینې بهیږي، او د ایران د اعدام تخته په داسې حال کې تمثیل شوې چې پر پړي د اروپايي اتحادیي قیچي نښلول شوې ده. له دې سره دوی اروپا ته اشاره کوله چې په ایران کې د اعدام سزا او مظاهرینو د ځپلو پر وړاندې یو څه وکړي.
انځور: Phil Nijhuis/ANP/picture alliance
په برلین کې د ایران د مظاهرو ملاتړ
په برلین کې د ښځو د حقونو فعالانو په ایران کې د مظاهرو او سیاسي بندیانو په ملاتړ کې مظاهرې وکړې. په بندي شوو مظاهره کوونکو کې پر یو شمیر یي د جګړې او فساد خپرولو تورونه لګول شوي دي او ایران د دغو کسانو د اعدامولو اراده لري.
انځور: Paul Zinken/dpa/picture alliance
د ایراني ښځو پاڅون او نړیوال ملاتړ یي
په کلکته کې د هند د ډیموکراټیکو محصلینو فدراسیون د ایراني ښځو د اعتراضي حرکت ملاتړ وکړ. پر جنسیتي تبعیض او پلار واکې ټولنې له انتقاد کولو سره، هندوستاني محصلینو په ایران کې له ولسي پاڅون سره د پيوستون اعلان وکړ.