1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ښځې: پر ښځو د زورزیاتي ډيری قضیې نه څېړل کیږي

۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبه

افغان میرمنې وايي چي له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون لاهم بې برخلیکه دی. د نوامبر ۲۵مه د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړېواله ورځ ده، خو ایا په افغانستان کې په دې اړه کار شوی؟

Afghanistan Chost | Frauen fordern Rechte in Gesprächen mit Taliban
انځور: DW/F. Zahir

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې سږ کال کې یې هم پر افغان ښځو د زورزیاتي په زرونو قضیې ثبت کړي دي.

د چارواکو په وینا، د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال د نوامبر له ۲۵ مې څخه تر نن چهارشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر ۲۵مه) پوري په ټول هيواد کې د تاوتریخوالي ۷ زره او ۲۰۳ قضیې ثبت کړي دي.

د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس دویچه ویله ته وویل، سره له دې چې په ټولیز ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې کمښت راغلی دی، خو د سږ کال شمېرې ښيي چې د وژنو قضیې ډېرې شوي: «په مجموع کې د فزیکي وهلو ټکولو قضیې ډېري شوي سږ کال له دغسې مواردو ۱۱۰۸ قضیې ثبت دي، دغه راز د تېر کال په پرتله د وژنو قضیې هم ډېرې شوي.»

د ښځو چارو وزارت د شمېرو له مخې، سږکال د ښځو د وژنې ۱۱۹ قضیې ثبت شوي، خو په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال د وژنو ۷۲ قضیې ثبت شوې وې.

د افغان ښځو غبرګون

ځيني افغان مېرمنې سره له دې چې په تېرو شلو کلونو کې د کار، زده کړو او د ژوندانه په نورو چارو کې د ښځو ونډې ډېرېدل مثبت ارزوي، خو وايي تاوتریخوالي اوس هم د افغان ښځو ژوند تریخ کړی.

د ښځو حقونو د دفاع یوې فعالې مریم اروین دویچه ویله ته وویل، په تېرو ۱۸ کلونو کې هغه کارونه چې د ښځو د حقونو او په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي مخنیوي له پاره شوي بسنه نه کوي: «د یوه مظلوم قشر په توګه پر ښځو د ټولو زورزیاتیو او ګواښونو باوجود هم د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون برخلیک مالوم نه دی.»

انځور: Reuters/O. Sobhani

خو د ښځو چارو وزارت وايي، د سږکال د تاوتریخوالي په ۷ زرو ډېرو قضیو کې یې د ۲۱۷۲ قضیو قربانیانو ته حقوقي مشورې ورکړي دي، ۵۷۱ قضیې ددغه وزارت په منځګړتوب هوارې شوي او ۶۸۱ قضیو کې یې قربانیانو ته د وړیا مدافع وکېلانو اسانتیاوي برابري کړي دي.

د دغه وزارت ویاندې وویل: «هغه قضیې چې جرمې بڼه ولري، عدلي او قضايي بنسټونو ته يې لېږو.»

د ښځو چارو وزارت وايي، د افغان ښځو وضعیت یې په تېرو ۵ کلونو کې د یوې سروې په ترڅ کې ارزولی او په راتلونکې کې د ښځو د ژوند د ښه کېدو له پاره خپل ټول پلانونه د همدې سروې پر بنسټ جوړوي.

خو د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې ماریه توتاخیل دویچه ويله ته وویل، اړوند چارواکي د ښځو حقونو په برخه کې ډیر تمرکز پر پلازمینه کابل کوي، په داسې حال کې چې تر ټولو قربانې ښځې د لرو پرتو سیمو دي: «موږ د کابل ښار له نظره ټول افغانستان ته نه شو کتلی چې دلته یو څه حقوق شته، په ټول افغانستان کې د ښځو حقونو ته کار نه دی شوی.»

ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹میلادي کال د نوامبر ۲۵مه د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړېواله ورځ نومولې او اوس د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لمانځل کیږي.

 اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب