د لیسبوس په موریا کمپ کې لومړی د کډوالو تر منځ نښتې وشوې او تر هغه لږ وروسته بیا دې کمپ اور واخیست. د دې پیښې له کبله چې د دوشنبې ماښام ناوخته رامنځ ته شوه، د کمپ له ۳۰۰۰ څخه ډیر اوسیدونکي اړ شول چې هغه پریږدي.
ویل شوي دي چې د پیښې په تړاو نیول شوي کسان د افغانستان، کامرون، سینیګال او سوریې هیوادونو پورې تړاو لري او ورباندې شک کیږي چې دغه اور یې لګولی دی.
په رپوټ کې راغلي دي چې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه پر لږ تر لږه نهو تنو به یې تورونه ولګول شي.
ویل کیږي چې اور لګیدنې د موریا کمپ تر ۶۰ سلنه ډیره برخه له منځه وړې ده.
د دغه کمپ ډیری اوسیدونکو له یوې مودې راهیسې غوښتنه کوله چې ورته د یونان نورو برخو ته د تلو اجازه ورکړل شي چې په دې کمپ کې له شته ډیرو سختو شرایطو خلاص شي.
اوس په لیسبوس ټاپو کې وضعیت نامعلومه ده. په زرهاو کډوال نه د اوسیدو ځای لري او نه هم د یونان نورو برخو ته د تلو اجازه.
پلان شوې وه چې ډیر شمیر دغه کډوال د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د یوه تړون له مخې دغه هیواد ته واستول شي.
د ليسبوس په موریا کمپ کې اور لګیدنه
د لیسبوس په موریا کمپ کې لومړی د کډوالو تر منځ نښتې وشوې او تر هغه لږ وروسته بیا دې کمپ اور واخیست. د دې پیښې له کبله چې د دوشنبې ماښام ناوخته رامنځ ته شوه، د کمپ له ۳۰۰۰ څخه ډیر اوسیدونکي اړ شول چې هغه پریږدي.
انځور: DW/D. Cupoloپه موریا کمپ کې اورلګیدنه
د اور لګیدنې پیښه د کمپ د اوسیدونکو ترمنځ تر اخ و ډب وروسته رامنځته شوه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schwarzپه موریا کمپ کې اورلګیدنه
اور لګیدنې د موریا کمپ تر ۶۰ سلنه ډیره برخه له منځه وړې ده.
انځور: Reuters/G. Moutafisپه موریا کمپ کې اورلګیدنه
تقریباً ۳۰۰۰ تنه د کمپ پريښودو ته اړ شوي دي. خو دا کډوال نه د اوسیدو ځای لري او نه هم د یونان نورو برخو ته د تلو اجازه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Balaskasپه موریا کمپ کې اورلګیدنه
د پیښې په تړاو ډير کسان نیول شوي چې د افغانستان، کامرون، سینیګال او سوریې هیوادونو سره تړاو درلودونکي پکښې شامل دي.
انځور: Reuters/M. Lagoutarisپه موریا کمپ کې اورلګیدنه
په دې کمپ کې ډير شمیر ماشومانو هم ژوند کاو.
انځور: Reuters/G. Moutafisپه موریا کمپ کې اورلګيدنه
دا کمپ چې د نړۍ یو له خرابو کمپونو څخه بلل کیږي، مهاجرو پکښې تر سختو شرائطو لاندې ژوند کاو.
انځور: DW/D. Cupoloپه موریا کمپ کې اورلګیدنه
پلان شوې وه چې ډیر شمیر دغه کډوال د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د یوه تړون له مخې دغه هیواد ته واستول شي.
انځور: DW/D. Cupolo